د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۳

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو ۹۰ یمه کلیزه ولمانځل شوه


د افغانستان او ترکیې ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۳ میلادي کال کې پيل شوې
د افغانستان او ترکیې ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۳ میلادي کال کې پيل شوې
په کابل کې دترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په نویمه کلیزه کې وویل، چې هیواد به یې له افغانستان سره اقتصادي، ټولنیزو او د ښوونې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د لمانځلو لپاره دا مراسم د سې شنبې په ورځ د کابل په بابر بڼ کې جوړ شوي وو، چې په کې د ترکیې د سفیر او افغان جګپوړو چارواکو ترڅنګ د پاکستان سفیر او د ناټو چارواکو هم ګډون کړی و.

د ترکیې سفیر باست اوسترک د دواړو هیوادونو ترمنځ شته ډیپلوماټیکې اړیکې لرغونې وبللې او ویې ویل، چې ترکیه د همدغو اړیکو په پام کې ساتلو سره غواړي د افغانستان په بیارغونه او د سولې په ټینګښت کې خپله ونډه زیاته کړي.

"له دې وروسته به موږ د مارچ په لومړۍ نېټه په دې فکر کې یو، چې موږ د دوستۍ د لا ټینګښت لپاره څه کړي او څه باید وکړو، نو د همدغه هدف لپاره زموږ ښوونکي، جنرالان او ډیپلوماټان دلته دي. زموږ هر څوک چې دلته دي، داسې فکر کوي، چې دوی په ترکیه کې دي، ځکه افغانستان ته خدمت کول، ترکیې ته د خدمت کولو په معنی دی."

په کابل کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو دا کلیزه په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې اوس اوس ترکیه دې ته حاضره شوې، چې د سولې د عالي شورا په غوښتنه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربنه شي.

همداراز انقرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د رغولو په برخه کې هم، چې تل د کړکیچ ښکار وي، هلې ځلې کړي.

په غونډه کې د نورو هیوادونو موجودو ډيپلوماټانو هم په افغانستان کې د ترکیې رول وستایلو او هغه یې مهم وباله.

د پوهني وزیر ډاګټر فاروق وردګ، چې د دغو مراسمو د جوړولو مسوولیت یې په غاړه درلوده، له افغانستان سره د ترکیې مرستې موثر وبللې او زیات یې کړه، چې ترکیې په افغانستان کې د امنیت او بیارغونې ترڅنګ د پوهنې په برخه هم پراخه همکاري کړې.

"د ترکیې دوست هېواد یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان په بیا رغونه او د سولې په ټینګښت کې یې لومړي ګامونه اخیستي دي او په سلګونه ساختماني پروژې یې بشپړې کړي او یا هم د بشپړېدو په حال کې دي.

زموږ د ملي پولیسو او د ملي اردو په روزلو کې یې مهمه ونډه اخیستې ده. د ترکیې جمهوریت په دې توانېدلی، چې په هېواد کې ۶۷ ښوونځي جوړ او یا یې بیارغونه وکړي، چې کابو ۶۵ زره نجونې او هلکان د تعلیم له نعمت څخه په کې برخمن دي.

د افغانستان او ترکیې ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۳ میلادي کال کې وروسته له هغې پیل شوې، چې افغانستان په ترکیه سفارت پرانست.

دا هغه وخت و، چې په افغانستان کې د خپلواکۍ اتل شاه امان الله خان او په ترکیه کې مصطفی کمال واکمن وو.
XS
SM
MD
LG