د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۴

ولسي جرګه د لومړي مرستیال په ټاکلو کې بیا پاتې راغله


د شاه عبدالاحد افضلي ټولي رایي ۸۴، د نادر خان کټوازي ټولي رايې ۱۰۳، سپیني رايې ۱۶ او باطلې رايې هم ۱۴.
د شاه عبدالاحد افضلي ټولي رایي ۸۴، د نادر خان کټوازي ټولي رايې ۱۰۳، سپیني رايې ۱۶ او باطلې رايې هم ۱۴.
د افغانستان د ولسي جرګې د لومړي مرستیال لپاره د دریم پړاو انتخابات بیا هم بې نتیجې پای ته ورسېده او هیڅ یو کاندید د دې پوسټ لپاره د جرګې د حاضرو غړو غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړای شو.

ولسي جرګه به د چهار شنبې په ورځ د خپل لومړي مرستیال لپاره له نویو څیرو سره له سره انتخابات وکړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال احمد بهزاد چې تر غرمې وروسته یې د دې جرګې ریاست کاوه، د دې جرګې د لومړي د انتخاباتو نتایج داسي اعلان کړه.

“د ولسي جرګې د لومړي مرستیال لپاره انتخابات هم له بدمرغه بې نتیجې پای ته ورسېده، د شاه عبدالاحد افضلي ټولي رایي ۸۴، د نادر خان کټوازي ټولي رايې ۱۰۳، سپیني رايې ۱۶ او باطلې رايې هم ۱۴.”

انتخابات


په ولسي جرګه کې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات د دوشنبې په ورځ پیل شول، چې د سې شنبې په ورځ یې هم دوام وکړ.

په دې انتخاباتو کې د جرګې غړي وتوانیدل، چې د ځان لپاره د جرګې دویم مرستیال، منشي او د هغه مرستیال انتخاب کړي، خو د لومړي مرستیال د انتخاب لپاره نهایي نتیجه ترلاسه نه شوه.
له هغو دوستانو څخه هم مننه کوم چې رایې یې سپینې او باطلې اچولي، چې د دې کارلپاره چا وظیفه ورکړې ده او هغه یې هم په ډېره ایمانداري سر ته ورسوله.

کټوازی

د لومړي مرستیال څوکۍ ته کاندیدان په دې نظر دي، چې کېدای شي د دې پوسټ لپاره انتخابات هم د جرګې د ریاست د انتخاباتو په ډول چې شا او خوا یوه میاشت یې ونیوله اوږده شي.

د ولسي جرګې د لوموړي مرستیال د چوکۍ کاندید نادر خان کټوازي سپینو او باطلو رايو ته په اشاره وویل، چې بهرني لاسونه غواړي چې دغه انتخابات له خنډ سره مخ کړي.

ښاغلي کټوازي د طنز په ژبه د سپینو او باطلو رایو ورکونکي بریالي وبلل او ویې ویل.

"له هغو دوستانو څخه هم مننه کوم چې رایې یې سپینې او باطلې اچولي، چې د دې کارلپاره چا وظیفه ورکړې ده او هغه یې هم په ډېره ایمانداري سر ته ورسوله.

عقدې

زه وېره لرم چې موږ به لومړی نایب د کار تر اخېره پیدا نه شو کړای، ځکه دلته له خلکو سره عقدې پيدا کیږي. "

د ولسي جرګې له خوا د اداري پلاوي لپاره دا انتخابات په داسې حال کې کیږي، چې ځانګړې محکمې د انتخاباتي درغلیو د څیړنو په دوام د هیواد په بیلابیلو برخو کې د رایو بیا شمیرل پیل کړي.

خو ولسي جرګه غواړي، چې د چهار شنبې په ورځ د خپل لومړي مرستیال د ټاکلو لپاره د انتخاباتو ترڅنګ په دې مسالې هم بحث وکړي او خپل دریځ روښانه کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG