د ملګرو ملتونو امنیت شوری د شنبې په ورځ غونډه وکړه او د لیبیا د مشر معمر القضافي د رژیم پرضد د احتمالي اقداماتو په اړه یي بحث وکړ.
له غونډې مخکې د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل دفتر ویلي و، د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون او میرکل په دې باور دي، چې هر څومره ژر چې ممکن وي د ملګرو ملتونو امنیت شوری باید د لیبیا پر ضد سخت بندیزونه تصویب کړي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو یو پریکړه لیک د امنیت شوری د غړېو تر منځ وویشل شو او په کې ویل شوي، د لیبیا د ملکیانو پر ضد شخړې له بشري ضد جنایتونو سره برابرې دې او عاملین یي د هیګ د نړېوالو جنایي جرمونو په محکمې کې باید محاکمه شي.
د دغه پریکړه لیک مسوده چې فرانسې او انګلستان برابره کړې ده، دغه راز لیبیا ته په وسلو استولو او د لیبیا د حکومتي چارواکو په سفرونو د بندیزونو او د هغوي د شتمنیو د قیدولو غوښتنه کوي.
دیپلوماتان وایي، په پریکړه لیک باندې رايي، د لیبیا د رژیم له خوا د ملکي خلکو د ټکولو د تحقیقاتو تر وخته وځنډولې شوې.
راپورونه وایي، په لیبیا کې د حکومت ضد مظاهرو کې په زرونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.
په عین حال کې، د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په لیبیا کې د شخړو د زیاتېدو له امله یي په موقتي ډول، په طرابلس کې د خپل سفارت چارې بندې کړي دي .
د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سفارت کارکوونکي یي د شنبې په ورځ له لیبیا څخه وتلې دې.
کاناډا هم ویلې، چې په لیبیا کې یي خپل سفارت تړلی دی، په لیبیا کې د روانو شخړو له امله د بهرنیو هېوادونو اتباع له دغه هېواد څخه د وتلو په حال کې دي.
له بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ وویل، معمر القضافي د واکمنۍ لپاره مشروعیت له لاسه ورکړي او باید همدا اوس واک پریږدي.
سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر اوباما دا خبره په مستقیم ټیلیفوني تماس کې د جرمنې صدراعظمې انګیلا میرکل ته وکړه.