د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۹

ایا ملي پوځ د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ښکېل دی؟


په افغانستان کې زیاتیدونکې امنیتي پیښې، د عامه خلکو مرګ ژوبله او د سولې په روانو هلو ځلو د هغې اغیزې د کابل چاپ ورځپاڼو د نننیو ګڼو د بحث اساسي مسایل جوړوي.

افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې په دې مسالې بحث کړی، چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو په حملو کې د زیاتوالي لاملونه څه دي.

ورځپاڼه وړاندې د ځینو کتونکو نظرونه راخستي او لیکلي، چې د طالبانو له خوا په کیدونکو حملو کې د زیاتوالي په څو لاملونو کې یو هم دا دی، چې دا په حقیقت کې د امریکایی چارواکو د هغو څرګندونو ځواب دی، چې ویلي په روان کال کې طالبان کمزوري کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې طالبان د خپلو حملو په زیاتولو سره هڅه کوي د دوی د کمزوري کیدو په اړه شوې ادعاوې ناسمې ثابتې کړي.

ورځپاڼه د طالبانو په حملو کې د زیاتوالي یو بل لامل ته هم ګوته نیسي او لیکي، چې طالبان هڅه کوي، د سولې د عالي شورا هغه ادعا هم بې بنسټه ثابته کړي، چې وایِ د دوی هلو ځلو مطلوب نتایج درلودلي دي.

افغان جرګه وړاندې ځینو بهرنیو لاملونو ته هم اشاره کوي او لیکي، چې پاکستان هڅه کوي له دې لارې افغان دولت او نړیوالې ټولنې ته دا وښیي، چې دغه هیواد ته د کوم امتیاز ورکولو پرته په افغانستان کې سوله امکان نه لري.

د کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کې وروستیو پیښو ته په اشارې، چې په کې تر ډیره عامه خلک په نښه شوي ځینې پوښتنې مطرح کړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په کابل، جلال اباد او خوست کې وروستیو حملو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې دا مخالفت له دولت سره دې او که له ولس سره.؟

ورځپاڼې وړاندې طالبان مخاطب کړي او پوښتنه یی کړې، چې ستاسو ځان وژونکې حمله کوونکي له پلونو، ښوونځیو او نورو ټول ګټو ادارو سره څه کینه لري؟ ځکه د ورځپاڼې په وینا په شویو وروستیو حملو کې زیات زیانونه دغو ادارو ته متوجه وو.

خدمتګار په یو جلا مطلب کې بیا د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې د عامه خلکو مرګ ژوبله هم راپورته کړې او لیکلي، چې د داسې پیښو دوام په هیواد کې د سولې روانې هلې ځلې زیانمنوي.

ورځپاڼې په کونړ او ننګرهار کې وروستیو پیښو ته اشاره کړې او لیکلي، چې دې پیښو یو ځلې بیا په دولت د خلکو باور زیانمن کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې په دولت د خلکو بې باوري هغه څه دي، چې ورانکارې ډلې یې د خپلو فعالیتونو لپاره ګټه پورته کوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې مسالې بحث کړی، چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په جنایت کې ملي پوځ څومره ښکیل دی؟

ورځپاڼه په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایی بمبار کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکي، چې بهرنیو ځواکونو په خپلو مرکو کې ویلي، چې په دې عملیاتو کې ملي پوځ هم ورسره ملګرې وو.

ورځپاڼې وړاندې د هیواد له ملي پوځ نه غوښتي، چې په دې اړه خپل وضاحت وړاندې کړي، چې ایا دوی په رښتیا هم په دغه جنایت کې ښکیل وو او که نه؟
XS
SM
MD
LG