د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

افغان ولسمشر حامد کرزي د خوست ځان مرګۍ برید وغانده


افغان ولسمشر حامد کرزي د خوست نننى ځان وژونکى بريد په کلکه وغانده، د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي، هرځل چې تروريستان په افغانستان کې په تروريستي بريدونو لاس پورې کوي، د ملکيانو له وژنې پرته يې بل څه لاسته نه ورځي.

نن تر غرمې مخکې په خوست کې يوې پوستې ته نژدې ځان وژونکى بريد وشو، چې په نتيجه کې د چارواکو په خبره اته کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
XS
SM
MD
LG