د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۵

ګېټس:امریکا د افغان ځواکونو د روزنې لګښت تر نامعلومې نېټې پورې په غاړه نه شي اخیستلای


د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس
د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس
د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د 2012 مالي کال په بودیجه کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ځانګړو شوېو 12.8 میلیارده ډالرو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې امریکا دا لګښتونه تر نامعلومې نېټې په غاړه نه شي اخیستلای.

ګېټس چې د سنا د یوې کمېټې په وړاندې یې خبرې کولې زیاته کړه، پوښتنه داده چې هغه پوځ چې امریکا یې باید د روزنې لګښت په غاړه واخلي په کومه اندازه لوی دی؟

ښاغلي ګېټس په ډاګه وویل، چې بل هېڅوک هم په اغېزمن ډول د افغان ځواکونو د روزنې له پروګرام سره مالي مرسته نه کوي او په دې ډول یې د ناټو د نورو غړو هېوادونو په مرستو کې د هر راز زیاتوالي هیله رد کړه.

د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ادمېرال مایک مولن په وینا د نوي پلان له مخې چې اوس مهال غور پرې کېږي د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر باید له درې نیم لکو نیولې تر درې لکه او اته اویا زرو پورې ته اوچت شي، په داسې حال کې چې سږکال دا هدف درې لکه او پنځه زره و.

د ګېټس د وړاندیز له مخې کېدای شي د افغان ځواکونو شمېر له هغې شمېرې څخه چې تر اوسه په پام کې وه، یعنې له درې لکه او پنځه زره څخه یوڅه لوړ شي، خو کله چې وضعیت ښه کېږي، ورسره به د دې ځواکونو په شمېر کې بېرته کموالی راشي.

د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر سناتور کارل لیوېن چې د نوي پلان له پلویانو څخه دی، یادونه وکړه چې د افغان ځواکونو د روزنې مصارف په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو د مصارفو په پرتله ډېر کم دي.

د امریکا د وسله والو قواوو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن وویل، په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه ډېر تاوده بحثونه روان دي او نتیجه به یې په نژدې راتلونکي کې معلومه شي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا په امریکا کې په دې اړه بحثونه ښيي چې د افغان امنیتي ځواکونو د استخدام، تجهیز او روزنې د پروګرام لګښتونه څومره درانه دي.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روان کال جولای میاشت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل نېټه اعلان کړې، دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې ایا افغان ځواکونه به، چې په لیکو کې یې د تېښتې، کم تجربه ګۍ، بې سوادۍ او د نشه یي موادو د استعمال خبرې کېږي، په هېواد کې د امنیتي چارو مسوولیتونه په غاړه واخیستلای شي کنه؟

د امریکا دفاع وزیر د سنا کمېټې ته وویل، چې دی په افغانستان کې د داسې ګډو مرکزونو د جوړېدو پلوي دی چې له هغه ځایه به د افغان ځواکونو د روزنې د چارو ترڅنګ د تروریزم ضد عملیاتو د چارو مشري هم کېږي.

رابرت ګېټس زیاته کړه، چې د دې ګډو مرکزونو له جوړېدو سره به له یوې خوا له لویدیځ لوري د ایران د نفوذ او له بلې خوا د پاکستان له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته د وسله والو طالبانو او نورو تنظیم شوېو ډلو د ننوتو مخه ونیول شي.

د ښاغلي ګېټس په وینا دا کار به په سیمه کې د ثبات د ټینګښت باعث شي.
XS
SM
MD
LG