د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۶

مایک مولن:په افغانستان کې به جګړې سختې شي


 د امریکا لوی درستیز ادمیرل مایک مولن
د امریکا لوی درستیز ادمیرل مایک مولن
د امریکا د استازېو جرګې په پوځي کمېټې کې د افغانستان د جګړو مساله وڅیړل شوه، د دفاع وزارت د چارواکو په وینا روان میلادي کال به په افغانستان کې د تیرکال په پرتله جګړې تیزې شي.

تیرکال د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته تر بل هر کال په افغانستان کې ډیرې جګړې وشوې، هم طالبانو ته، هم بهرنیو پوځیانو ته او هم ملکیانو ته ډیر تلفات په کې واوښتل، خو اوس چې پسرلي ته نژدې یوه میاشت پاتې ده امریکایي چارواکي اندیښنه لري چې جګړې به تر دوه زره لسم کال هم سختې شي.

د امریکا یو جګ پوړی پوځي مقام وایي، په افغانستان کې به روان میلادي کال نښتې تر تیرکال چې اوج ته ورسېدې نورې هم زیاتې شي.

د امریکا لوی درستیز ادمیرل مایک مولن دا وړاندوینه په داسې وخت کې کوي چې واشنګتن ژمنه کړې ده چې را روان اوړی به له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو بهیر پیلوي.

مایک مولن د امریکا د استازېو جرګې پوځي کمېټې ته په یوه استولي بیان کې د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه، چې زموږ له اټکل سره سم به په دوه زره یولسم کال کې تر تیرکال نښتې زیاتې شي.

امیرالبحر مولن په دې برخه کې دې ته اشاره نه ده کړې، چې د جګړو له ډيرېدو سره به د امریکایي پوځیانو تلفات هم ډیر شي که څرنګه؟

امیرالبحر مولن وایي، جګړې به سختې شي، تلفات به ډیر شي، خو دې ته اړتیا شته چې له زغمه کار واخلو او د یاغیانو پر ډلو فشار زیات کړو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دوه زره نهم کال کې افغانستان ته د دیرش زره اضافي امریکایي عسکرو د استولو پریکړه وکړه څو پر طالبانو فشار زیات شي او دې ته زمینه برابره شي چې امریکایي پوځیان له افغانستانه د دوه زره یولسم کال له جولایي څخه وتل پیل کړي.

تیرمیلادي کال په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ماتې راورسته تر بل هر کال جګړې تیزې شوې او نژدې پنځه سوه امریکایي پوځیان په کې ووژل شول، خو امریکا اوس غواړي چې روان کال پر طالبانو او القاعده پوځي فشار زیات کړي او افغان ځواکونه وروزي څو د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه افغانانو ته د افغانستان امنیتي چارې وسپاري.

مایک مولن په خپل بیان کې چې د استازېو جرګې پوځي کمېټې ته یې استولی دی دا هم ویلې دي چې د طالبانو پرضد پرمختګونه شوې دي خو دا هڅې په افغانستان کې د کمزوري حکومت او د بیا رغاونې په برخه کې د کمزورېو هڅو تر سیورې لاندې راغلې دي.
XS
SM
MD
LG