د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

د افغانستان ولسي جرګې په اړه د نړېوالو هیلې مخ پر کمېدو دي


نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د ولسي جرګې د اختلافاتو په اړه او د کابل ښار په وزیر محمد اکبر سیمه کې په یو پلورنځي کې د چاودنې په اړه ویلي، چې دغه چاودنه د څرخي پله له زندان څخه طرحه شوې وه.

والسټریت ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ د راپوته شویو وروستیو اختلافاتو په اړه یومطلب خپور کړی او لیکي، دغواختلافاتو د لویدیځ هغه هیلې چې ګواکې نوې ملي شورا به د افغان ولسمشر حامد کرزي واک له چلنج سره مخامخ کړی، مړاوی کړی دی.

په تیرو دوواونیو کې د ولسي جرګې غړي په دې کې پاتې راغلل چې د دې جرګې لپار ریس وټاکي. ولسي جرګې په تیرو دواونیو کې شپږ ځلې رایې واخیستې او له پنځلسو کاندیدانو یو یې هم بریالی نه شو چې د ریاست د مقام لپاره لازمې رایې ترلاسه کړي.

ولسي جرګې تراوسه ټول وخت همدې موضوع ته ځانګړی کړی او نور مسایل یې ظاهرا نه دي څیړلي.

نن ولسي جرګه بیا د خپل ځان لپاره د ریس د ټاکلو هڅه کوی.
د والسټریت ژورنال له لیکنی سره سم امریکا او متحدینو یی تمه لرله چې د ولسي جرګې نوي غړي به د ولسمشر کرزي په حکومت کې د پراخ اداري فساد په وړاندې جدي اقدام وکړي او هغه به له چلینج سره مخامخ کړی. لویدیځ چارواکو دغه دغه راز نوی ولسي جرګی ته هیله من وو چی ولسي جرګه به د افغان حکومت او د خلکو ترمنځ فاصله راکمه کړی.
خو ورځپاڼی په کابل کی میشت د یوه لویدیځ کارپوه فابریزو فوشینی په حواله لیکي، چې وایي له دغې ولسي جرګې څخه هیله کیده چې په جدیت به عمل کوي خو د غړیو ترمنځ وروستیو ناندریو یې وښوده چیېدغه ولسي جرګه به نه یو واحد دریځ ولری او نه هم کولای شي، چې د کرزي په وړاندې ستونزي راپورته کړي.

څو نورو ورځپاڼو د کابل په وزیر اکبرخان کې د فاینست په پلورنځي کې د څو وروځې وړاندې ځان وژونکې حملې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، دغې حملی وښوده چې حتی د طالبانو ځیني قوماندانان د دولت له زندانونو هم حملې پلانوي.

ورځپاڼه د افغان امنیتي ځواکونو له قوله لیکي، دغه حمله چې د کابل په پلچرخي زندان کې یوه بندی طرح کړې وه، دا پوښتنه راپورته کوي چې له یوه دولتی زندان څخه څرنګه یو بندي کولای شي، دغسې یوه حمله تنظیم او عملي کړي.

د ورځپاڼې په وینا افغان چارواکو ویلي، چې د زندانونو له مقرراتو سره سم د یوه بندي د کورنۍ غړي کولای شي، چې په خاصو ورځو کې له خپل زنداني سره وګوري او ورسره خبرې وکړي.

بریتانوي فاینینشل ټایمزورځپاڼې په دې اړه د افغان مقاماتو له قوله لیکلي چې وایي، یواځې دا وروستۍ حمله نه ده، چې له زندان څخه پلان شوې بلکې اکثره حملی په زندانونو کې طرحه کیږي او له همدې ځایه د دغو تروریستي حملو د تطبیق لپاره کسانو ته وظیفه ورکول کیږي.

فاینینشل ټایمزدغه راز یوې بلې موضوع ته هم اشاره کړې او د افغان مقاماتو په حواله وایي، چې په وزیر اکبرخان کې په وروستۍ حمله کې دوه فرانسویان په نښه شوي وو.

خو د فرانسې سفارت شکایت کړی، چې ولې دوی ته په دی اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. په هرحال په دې حمله کې کوم فرانسوی نه دی وژل شوی.

بلې بریتانوي ډیلی ټیلیګراف ورځپاڼی هم په دی اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په یوه برخه کې یې یوه بله مهمه موضوع څیړلې.

د وزیراکبرخان په انتحاري حمله کې د یوې کورنۍ د شپږو غړیو په ګډون د اتو تنو د وژل کیدو رسمي ارقام ورکړل شوی خو د دی ورځپاڼې له لیکنې سره سم په دې پیښه کی د تلفاتو شمیر ۱۴ تنو ته رسي، چې دا شمیره به دقیقه هم وي ځکه شاهدانو هم د تلفاتو شمیر له رسمي شمیرنو زیات ښودلی دی.
XS
SM
MD
LG