د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۹

د ولسي جرګې مشرتابه ته نن دوه ځله ټاکنې وشوې خو بې نتیجې اعلان شوې


په تیر دور کې عثماني ۹۴ او هما سلطاني ۴۸ رایې ګټلې وې.
په تیر دور کې عثماني ۹۴ او هما سلطاني ۴۸ رایې ګټلې وې.
له ساعتونو انتظارونو وروسته د ولسي جرګې د چهارشنبې غونډه هم بې نتیجې پای ته ورسیده او خپل مشریې و نه ټاکه.

د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د مشرتابه د ټاکلو په هدف دوه ځله انتخابات ترسره شول.

د ولسي جرګې موقت مشر سرور عثماني د غونډې په پای کې دواړه ځله انتخابات بې نتیجې وبلل او اعلان یې وکړ چې د شنبې په ورځ به په نویو لارو چارو غور وکړي

"لکه څنګه چې له نتیجې څخه ښکاري له دوو تنو کاندیدانو څخه یو یې هم ونه توانید چې غوڅ اکثریت یا پنځوس جمع یو رایې پوره کړي. د شنبې په ورځ به بیا په همدې هدف رایه اچونه وشي خو دا هر په تاسې اړه لري، چې د ولسي جرګې په کورنې دنده کې بدلون راولئ او که د سپینو رایو سرنوشت باندې خبرې کوئ."

د چهار شنبې په ورځ غوڼده کې د ولسي جرګې ۲۴۴ غړیو ګډون کړی و، چې د دې له مخې ګټونکي کاندید باید ۱۲۳ رایې چې غوڅ اکثریت کیږي ترلاسه کړې وای
خو په دویم ځل انتخاباتو کې مخکښو کاندیدانو صدیق عثماني او هما سلطاني په ترتیب سره ۱۱۸ او ۳۰ رایې ترلاسه کړې، چې یویې هم ونه توانید دغه څوکۍ ترلاسه کړي.

همداراز په دویم ځلي انتخاباتو کې د کاندیدانو له خوا ۶۲ سپینې رایې هم کارول شوې وې.

په لومړي ځل انتخاباتو کې د صدیق عثماني او هما سلطاني په ګډون پنځو تنو ځانونه انتخاب کړي وو، چې صدیق عثماني او هما سلطاني په دغو کې مخکښ کاندیدان وپیژندل شول.

د یادونې وړده دغو دووکسانو د چهارشنبې لومړي ځل انتخاباتو کې په ترتیب سره ۹۴ او او ۴۸ رایې ترلاسه کړې.

تمه ده دولسي جرګې غړي راتلونکې شنبې د مشر د ټاکلو لپاره په نویو لارو چارو غور وکړي.

د ولسې جرګې موقت مشر سرور عثماني وویل، دوی به راتلونکي ورځ د داخلي دندو په مادو کې بدلون راولي او یابه هم د سپینو رایو د سرنوشت په اړه له سترې محکمې مرسته وغواړي.

د روانې اوونۍ له پیل راهیسې تراوسه د ولسي جرګې د مشر ټاکلو په هدف څلور ځله انتخابات ترسره شوي دي، چې یوه یې هم نتیجه نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG