د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۸

د ولسي جرګې د ریس د انتخاب لپاره بیا ټاکنې کیږي


د ولسې جرګې غړو د رایو په اکثریت پریکړه وکړه، چې د دې جرګې د رییس د انتخاب لپاره دې د چهارشنبې په ورځ د وکیلانو ترمنځ بیا انتخابات ترسره شي.

دا پریکړه وروسته له هغې وشوه، چې استاد سیاف او محمد یونس قانوني ونه توانیدل د دې جرګې د دوهم پړاو په انتخاباتو کې د ریاست څوکۍ خپله کړي.

د ولسې جرګې موقت رییس محمد سرورعثماني د دوشنبې په ورځ د دې جرګې د غړو له ډیرو بحثونو او تندو ناندرېو نه وروسته د دې جرګې غړي ارامۍ او په ولسي جرګې کې د موجوده ستونزې حل ته را وبلل، ده د ولسې جرګې د غړو پریکړه داسې اعلان کړه:

"یو پر بل جدي انتقادونه کول او له تاوتریخوالي ډکې خبرې د اسلامي اصولو له مخې سم کار نه دی، هڅه وکړی چې د حل ښه لاره پیدا کړی.

کوم کسان چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ته ځانونه کاندیدوي یوه ورځ ورته وخت ورکوو چې کمپاین وکړي، د وکیلانو د پریکړې له مخې به سبا نه بله ورځ انتخابات وشي."

په ولسې جرګې کې د شنبې له ورځې د دې جرګې د رییس د انتخاب پرسر بحثونه او ناندرۍ روانې دي.په لومړي سرکې د دې جرګې ریاست ته څلورو کسانو ځانونه کاندید کړي وو خو دوه تنه یې پاتې راغلل او دوهم پړاو انتخابات د ښاغلي قانوني او استاد سیاف ترمنځ وشول چې یوه هم لازمې رایې ترلاسه نه کړي.

د ولسې جرګې د رییس د انتخاب د څرنګوالي پر سر د دې جرګې غړو د یکشنبې په ورځ هم ډیر بحثونه وکړل خو کومې نتیجې ته ونه رسیدل.

د دې جرګې ځینو غړو د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې پریو بل سخت او جدي انتقادونه وکړل ان د دې جرګې موقت رییس محمد سرورعثماني هم له دې انتقادونو څخه لرې پاتې نه شو.

د ولسې جرګې د غونډې په پریکړه کې ونه ویل شول چې ایا استاد سیاف او محمد یونس قانوني هم کولای شي د چهارشنبې ورځې په انتخاباتو کې بیا ځانونه کاندید کړي او که نه.

خو د ولسې جرګې موقت رییس ښاغلي عثماني د دې جرګې له غونډې نه وروسته خبریالانو ته په ډاګه کړه چې پرته له ښاغلي قانوني او استاد سیاف اته تنو وکیلانو د ولسې جرګې ریاست ته ځانونه کاندید کړي او ښایي چې دا شمېر نور هم زیات شي.

محمد سرور عثماني د ولسې جرګې د چهارشنبې ورځې په کیدونکو انتخاباتو کې یوځل بیا هم د ورته ستونزو د را پیدا کېدو احتمال رد نه کړ.
XS
SM
MD
LG