په د ي اړه دغلام شريف په نوم يومحلي سوداګر وايي دملي سوداګرو سره يې دكابل بانګ دڅانګې دتړل كيدو له امله اعتبار زيانمن شوي دي .
((زما هغه اعتبار ته تاوان رسيدلي چي زما او نورو سوداګروترمنځ و،تر ټولو مهم ماته زما اعتبار دى ،زه نه شم كولي چې تجار ته پيسي واستوم نوزه ورته درواغجن مالوميږم))
دكابل بانګ دهلمندولايتي څانګه دهيواددنورو ۱۷ ولايتونو په څير دلويې څارنوالۍ دمسولينو په امرپه دې نوم تړل شوې چې يو شمير سيمه اييزه مسولين يې په فساد تورن شوي دي .
ددي بانګ يوتن كار كوونكي دنامه دنه ويلوپه شرط زادي راډيو ته وويل
چې څه موده وړاندې دكابل بانک دعمومي مسولينو حاجي شيرخان اوحاجي خليل په امر دهغوى ګډ اكونټ ته ۱۳ سوه زره امريكايې ډالره دوی استولي د ي چې له همدې امله ددوى ريس مرستيال اوڅلور نوركاركونكي بنديان شول.
ده وويل چې وروسته له هغه دحاجي خليل اوحاجي شيرخان په ګډون دهيواد ۱۷ ولايتونو ددكابل بانګ ولايتي څانكو مسولين هم ددولت لخوا ونيول شول..
نوموړي وويل چې دوى په دې كاركې بې ځايه تورن شوي دي ځكه هغه دواړه عمومي مسولين ددولت تر نظارت لاندې دي او خپل حساب دې له هغوى سره وكړي .
دكابل بانګ دغه مسول وويل چې په هلمندكې ۹۰ سلنه خلك كه سوادګر دي كه دولتي كاروكونكي دي له همدي بانګ څخه تنخواوې اخلي او خپلي پيسې په كې ساتي چې له تړل كيدو سره يې نه يوازې ددوى جنجالونه زيات شوي دي بلكې خلك په ستونزوكې راګيردي.
په دي اړه په هلمندكې دملكي څارنوالۍ دجرمونو په وړاندي دتحقيقاتو څارنوال حاجي تواب وايي :
د كابل بانګ څانګه به په نږدو ورځوكې خلاصه شي خو دكابل بانک له سيمه اييزه مسولينوسره له كابله راتلونكې هيیت حساب كوي .
خو اوس دكابل بانګ ددغه څانګي مخې ته په لسګونو پوليس،دملي اردو كسان او ګڼ شمير دولتي اوغيردولتي كسان انتظار كوي .
دوي له دولت نه غوښتنه كوي چې د کابل بانک ور د زر تر زره بیرته شي څو دوی خپلې مالي ستونزې هوارې کړي .
دلښكرګاه ښار دشهيد عبدالمتين دعالي ليسي يوتن ښوونكى وايي دتيرو څو مياشتو تنخوايي په بانګ كي پرته ده .
ده وويل پيسو ته سخته اړتيا لري مګر دبانګ دروازه تړلې ده او دوي بله چاره نه لري بې له دې چې له چاپيسې قرض كړي :
((زه غريب سړى يم معلم يم زما دڅومياشتو معاش په بانك كې دى اومره پيسې نه لرم چې ماښام ته شي پرې واخلم دولت دې ددغه بانک دخلاصولو په اړه فكر وكړي او ژر دې دغه كار وكړي))
دكابل بانک اعتبار ته يو ځل هغه مهال صدمه ورسيده چې څومياشتې وړاندې ددې بانک دديوالي كيدو په اړه راپورنه خپاره شول.
اوس په هلمند كې خلك ،سوداګر او دولتي مسولين ،پوليسو او دملي اوردو منسوبين له دولت نه غواړي چي دكابل بانګ دروازه دي ژر پرانيزي ځكه دوی پيسو ته اړتيا لري
په دي اړه مو دكابل بانګ له مسولينو سره داړيكې دنيولو هڅه وكړه خو بريالي نه شو.