د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

بریتانیا:طالب مشرانو د جنګ د شدت له امله سولې ته زړه ښه کړی


د بریتانیي د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ رتبه چاوراکې وایي د طالبانو لوېو مشرانو د سولی د خبرو ته لا زړه ښه کړی دی.

د افغانستان حکومت د کابل له غونډې وروسته د سولې عالي شورا د دې لپاره جوړه کړه چې وسله وال مخالفین سولې او عادي ژوند ته راوبلي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره هلې ځلې روانې دي، د بریتانیي یوه لوړ رتبه چارواکي وایي چې ځینو طالب مشرانو نسبت پخوا ته د سولې لور ته زیاته دلچسپي څرګنده کړې ده.

دغې بریتانوي چارواکې د ولسمشر حامد کرزي هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې ده چې څو ځلي یي ویلي دي چې له ټولو هغو کسانو سره خبرو ته تیار دی چې مذاکراتو ته اماده وي. دغه بریتانوۍ چارواکې وایي چې بریتانیه او امریکا د ولسمشر کرزي د دغو خبرو ملاتړ کوي .

خو دغه بریتانوي چارواکې پرته له دې چې نور تفصیلات وړاندې کړي وایي چې له القاعده سره د اړیکو پریکول، له زور زیاتي لاس اخیستل او د افغانستان د اساسي قانون منل، د حل یوه برخه ګڼل کیږي او د خبرو د پيل لپاره کوم شرطونه دي.


د بریتانیي د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي چې خپل نوم یي نه دی اخیستی وایي، چې بریتانیه اوس مهال نیت نه لري چې د جنګ جګړو زور کم کړي او د جنګ شدت د ضرورت پر اساس دوام لري.

طالبانو تل ویلي ترڅو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي خبرو ته نه کیني، خو د رویټرز خبري اژانس د څو هېوادونو د رسمي منابعو له قوله وایي چې طالبانو د سولې هغې تګ لارې ته چې له شپږو میاشتو راهیسې پیل شوي زیاته دلچسپي څرګنده کړې ده .

د بریتانیي د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي دا نه دي ویلي چې د سولې خبرې به ژر نتایج ورکړي بلکې وایي، چې دا خبرې په پیل کې دي او وخت ته اړتیا لري.

هغه وایي، چې د سولې په خبرو کې باید طالبان یو تحریک ونه ګڼل شي چې د خپلواکی لپاره مبارزه کوي.

څارونکي په دی باور دي چې د امریکا دننه او هم په وسله والو طالبانو کې څیړنې روانې دي چې د سولې خبرې څرنګه ژر په مخ ولاړې شي.

د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول ډیرمهم دی او دا موضوع په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د وروستیو خبرو په سرکې وڅیړل شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول او د ده پاکستاني سیال شاه محمود قریشي د یوې ګډې کمېټې په جوړولو موافقه وکړه چې د معلوماتو تبادله او د تروریزم ضد هلې ځلې سره شریکې کړي.

له دې مخکې د افغانستان د سولې شورا هم پاکستان ته یو سفر درلوده چې هلته یي له لوېو پاکستاني چارواکو سره ولیدل .

د دغه سفر په ترڅ کې تصمیم ونیول شو، چې په افغانستان کې د سولې د هلوځلو څخه د اسلام اباد د ملاتړ لپاره یوه ګډه جرګه جوړه شي.
XS
SM
MD
LG