د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

امریکايي سناتور: د افغان ځواکونو په شمیر کې دې زیاتوالی راشي


د افغانستان ملي اردو دا مهال له بیلابیلو ستونزو سره مخ ده
د افغانستان ملي اردو دا مهال له بیلابیلو ستونزو سره مخ ده

د متحد ایالاتو په سنا کې د پوځي کمیټې مشر وايي پکار دي ولسمشر اوباما ژر تر ژره په افغانستان کې د پولیسو او ملی اردو د ځواکونو د ډیرولو په ارتباط د پلان په اړه فیصله وکړي .

هغه ويلي ممکنه ده په افغانستان کې د پوځي ځواکونو ډیرول د پاکستان د حکومت له خوا د خنډ سره مخامخ شي خو اوسمهال افغان او نړیوال ځواکونه په ډیرو سیمو برلاسي دي او ښه پرمختګ یې کړي .

د متحد ایالاتو د ډیموکرات ګوند څخه په سنا کې د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر پر ولسمشر اوباما ټینګار کړی څو زر ترزره هغه پلان تصویب کړي چې له مخې به یې په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو د ځواکونو شمیر زیاتیږي .

متحد ایالات په نظر کې لري چې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو کمول پیل کړي .

سناتور کارل لیفن وايي په سپینې ماڼۍ کې یې له ولسمشر اوباما سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې ددې پلان په اساس باید د افغانستان د ملی اردو د ځواکونو شمیر دوه لکه اته زرو تنو ورسیږي او د پولیسو شمیر تر راتلونکي میلادي کاله تر یو لک اویا زرو پوره زیات شي .

کارل همدا شان وویل دا پلان د متحد ایالاتو د پوځي مشرانو د هغې ډلې د دفاع د وزیر رابرت ګیتس ، امیرالبحر مایک مولن او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پترویس ملاتړ ته اړتیا لري .

کارل لیفن چې په یوې خبرې غونډې کې خبرې کولی زیاته کړه ولسمشر اوباما ورته ویلي چې په دې موضوع غور کوي .

دوه نورو دیموکراتو سناتورانو ، چک رید او جان تیستر هم په کنفرانس کې ګډون درلود . دا دري واړو سناتوران په دې وروستیو کې افغانستان ، عراق او یمن ته تللي وو .د اسوشیتیډ پريس خبري اژانس د راپور له مخې سناتور لیفن ویلي ښایي د پاکستان حکومت د دې پلان په وړاندې خنډ جوړ کړي هغه پلان چې په اساس یې د افغانستان امنیتي ځواکونه تر درې لکو اته اویا زرو پوري رسي .

د افغانستان د امنيتي ځواکونو زیاتوالي ډیرلګښت او روزنې ته اړتیا لري . د متحد ایالاتو د پوځې خدمتونو د کمیټي مشر وايي جمهور ریس اوباما ته یې ویلی تر دې دمخه چې د راتلونکې میلادي میاشتی په څوارلسمه د بودیجې وړاندیز وکړي لا دمخه دې په دې اړه پریکړه وکړي .

هغه زیاته کړې د افغانستان د ځواکونو د لګښت په اړه دقیق معلومات نلري .

دري واړو سناتورانو ویلي چې په افغانستان کې له پرمختګونو خوښ دي .

دوې زیاته کړي افغان او د ایتلافي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مسیر بدل کړی او په کندهار او هلمند کې د طالبانو پر مرکزونو برلاسی دي .
XS
SM
MD
LG