د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

امنیتي اداره: پوځي چارواکي د افغانستان د وضعې په اړه ناسم راپور خپروي


که څه هم په ځینو سیمو کې د ناامني پیښې کمې شوي خو په ځنیو نورو کې بیا په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.
که څه هم په ځینو سیمو کې د ناامني پیښې کمې شوي خو په ځنیو نورو کې بیا په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.

یوې امنیتي ادارې چې په افغانستان کې مرستندویه غیردولتي موسسو ته په دې هېواد کې د امنیتي حالاتو په اړه سلامشورې ورکوي، د افغانستان د وضعې په اړه یې په خپل وروستي راپور کې ویلي

د افغانستان له حالاتو د پوځي چارواکو له هغې ارزیابي څخه چې وایي، په دې هیواد کې امنیت مخ په ښه کېدو دی، هدف دا دی، چې مخکې له دې چې بهرني هیوادونه له افغانستانه خپل سرتیري وباسي، د خپلو خلکو پرعامه افکارو اغیز وکړي، چې هغه د دې هیواد له اوسنیو شرایطو سره هیڅ سر نه خوري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوې امنیتي ادارې د افغانستان د حالاتو په اړه په خپل څیړنیز راپور کې دغه نتیجه اخیستې ده.

د افغانستان د انجوګانو د امنیت اداره چې په دې هیواد کې د امنیت په اړه غیردولتي مرستندویو موسسو ته سلاو مشورې ورکوي، دغه درې میاشتنې څیړنه چې د اروپایي اتحادیې په مالي مرسته یې ترسره کړې په یوه راپور کې چې یوه کاپي یي رویټرز اژانس ترلاسه کړی خپره کړې ده.

دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې په دی کې هیڅ شک نشته چې په تیر ۲۰۱۰ کال کې د مخکېنی کال په نسبت په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو حملې دوه پردریمه زیاتې شوي او د دې هېواد په یوه شمالي ولایت کې حتی حملې درې چنده زیاتې شوي دي.

خو د راپور له مخې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د تیرې میاشتې په ارزیابي بل ډول نتیجه اخیستل شوې، په دې اړه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې پرمختګونه حاصل شوي او د دې هېواد په اکثرو برخو کې د طالبانو د فعالیتونو مخه نیول شوې خو ورسره داهم ویل شوي چې دغه پرمختګونه پایدار نه دي او کېدای شي بېرته له لاسه ووځي.

د راپور له مخې په دې هېواد کې پوځي قوماندانانو او د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن هم د دغې جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ د بیاکتل شوي ستراتیژۍ د راپور له خپریدو یوه ورځ وروسته، افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د جګړې په ډګر کې د ورته پرمختګونو خبره کړې وه.

خو د افغانستان د انجوګانو د امنیت اداره، له دغې ارزیابی سره هم نظره نه ده.

دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې دا مهمه نه ده چې ایا د افغانستان په جګړه کې د پرمختګ ادعا باصلاحیته مرجع کوي یانه، بلکې مهمه دا ده چې دغه ادعا یواځې د یوه هدف لپاره کېږي او هغه داچې په امریکا او اروپایي هیوادونو کې د خلکو عامه افکار ترخپل اغیز لاندې راولي او هغه له دې هېواده د ځواکونو له وتلو مخکې حالت ته اماده کړي.

دغه اداره د افغانستان د امنتي حالاتو په اړه د ارزیابي په دغه راپور سره له مرستندویه موسسو سره مرسته کوي، چې د امنیت په اړه څه ډول پریکړه وکړي.

دې ادارې ویلي له حالاتو د پوځي چارواکو له ارزیابي څخه هدف دا نه دی، چې هغو کسانو ته چې په افغانستان کې کار کوي یا ژوند کوي د حالاتو یو سم تصویر ورکړي.

د افغانستان د امنیتي حالاتو په اړه په دې څیړنیز راپور کې دا نتیجه اخیستل شوې، چې په تیر۲۰۱۰ کال د مخکېني کال په نسبت د وسله والو په حملو کې په سلو کې ۶۴ زیاتوالی راغلی چې دا په متوسط ډول په ورځ کې ۳۳ فیصده زیاتوالی ښیي.

که څه هم په ځینو سیمو کې د ناامني پیښې کمې شوي خو په ځنیو نورو کې بیا په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.

د افغانستان د انجوګانو د امنیت اداره وایي، که وسله والو یوه سیمه له لاسه ورکړه په بله سیمه کې یې خپل نفوذ زیات کړی، چې دا کار د جګړې له پیل راهیسې په واروار تکرار شوی دی.
XS
SM
MD
LG