د بشري حقونو څارونکې ډلې پر لویدیځو حکومتونو تور لګولی، چې د نړۍ پر استبدادي رژیمونو یې کافي فشار نه دی راوړی څو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په تېر یوه کال کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د هیومن رایټس واچ په راپور کې چې ۶۴۸ مخه لري د نړۍ پر ډیموکراټیکو رژیمونو له دې کبله انتقاد شوی، چې د مستبدو نظامونو په وړاندې یې نرم دریځ غوره کړی.
په راپور کې په خاص ډول د امریکا، اروپايي ټولنې او ملګروملتونو یادونه شوې او ویل شوي چې دوی، د بشري حقونو پرسرغړوونکو هېوادونو په فشار راوستو کې پاتې راغلي دي.
په راپور کې یادونه شوې چې په چین کې د بنسټیزو ازادیو له ځپل کېدو سره په مقابله کې د دوی غبرګون په عمومي ډول تقریباً د جبن او وېرې و.
راپور په خاص ډول د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشټون او د امریکا ولسمشر بارک اوباما تورن کړي، چې د بشري حقونو له سرغړوونکو سره د مبارزې پرځای یې له هغو سره پر خبرواترو ډېر تمرکز کړی.
د بشري حقونو د څار ډلې همداراز په ازبکستان او ترکمنستان کې له مستبدو نظامونو سره د لویدیځ نرم چلند غندلی، هغه یې غوړه مالي بللې او استدلال کوي، چې د مستبدو رژیمونو مشران ډیالوګ خوښوي ځکه چې په دې ډول د بشري حقونو له سرغړونو څخه پام بل لوري ته اوړي.
د هومن رایټس واچ راپور د دوشنبې په ورځ بروکسل ته د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف له سفر سره په یوه ورځ خپور شو.
د بشري حقونو د څار ډلې د جرمني په څانګه کې د عامه اړیکو مشر وېنزېل میښالسکي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې سږنی راپور د ډیپلوماسۍ او په لویدیځ کې د بشري حقونو په اړه د هڅو په برخه کې ځانګړی ځواک لري:
"په وروستيو څو کلونو کې دا فرمایشي وینا چې ډیالوګ او خاموشه ډيپلوماسي باید غوره وګڼل شي ډېره عامه شوې، خو موږ فکر کوو چې داپه نړۍ کې د بشري حقونو په ګټه نه ده او ثابته شوې ده، چې د پردې ترشا خبرې اترې په دې برخه کې هېڅ راز پرمختګ نه شي راوستلای."
د اروپايي کمیسیون ویاندې پیااهرېنکايلد هانسېن که څه هم پرون په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې د انتقادونو په اړه له تبصرې ډډه وکړه خو یادونه یې وکړه چې د اروپايي کمیسیون مشر خوزې مانوېل بروسو به په بروکسل کې د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف سره په کتنه کې د بشري حقونو پر مسایلو خبرې وکړي او زیاته یې کړه:
"تر هغه ځایه چې په اروپايي ټولنه پورې اړه لري، هېڅ امکان نلري چې چاته دې د یوه امتیاز په بدل کې بل امتیاز ورکړل شي او زه فکر کوم چې په ډېرو مواردو کې موږ دا ثابته کړې هم ده. د بشري حقونو په مساله کې هېڅ راز معامله نشي کېدای."
خو د بشري حقونو د څار ډلې مقام وېنزېل میښالسکي یادونه کوي، چې د لویدیځ انتقادونه ډېر له دې سره تړلي دي، چې له یوه ځانګړي هېواد څخه څومره اقتصادي ګټه پورته کېدای شي.
"کله چې د بېلاروس په څېر پر هېوادونو د انتقاد موضوع مطرح وي نو د اروپايي ټولنې، امریکا او نورو هېوادونو اواز ډېر اوچت وي.
دوی ټول په رایو کې د درغلۍ او مخالفینو ته د ګواښ په برخه کې اندېښنه څرګندوي. دا ولې؟ ولې جرمني او نور هېوادونه په بېلاروس کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه په لوړ غږ اعتراض کوي خو د چین په اړه یې نه کوي؟
ځواب دا دی چې موږ له بېلاروس سره ډېر تماس نه لرو او اړیکي نه ورسره لرو. بېلاروس هېڅ داسې طبیعي زېرمې چې موږ ته په زړه پورې وي، نلري."
د هیومن رایټس واچ په راپور کې همداراز راغلي دي چې د اوکراین د ولسمشر ویکتوریا ناکوویچ له دې ژمنې سره سره چې وايي، د خلکو او مطبوعاتو د ازادۍ ساتنه به وکړي، د بشري حقونو فعالان لاهم تر سانسور او فشار لاندې دي.
د ایران په اړه هم په یادشوي راپور کې راغلي چې د دې هېواد رژیم د شکنجې له لارې د مخالفینو ځپلو او وېرولو ته دوام ورکوي او په ایران کې یې داسې یو وضعیت رامینځ ته کړی، چې د هیومن رایټس واچ راپور هغه د بشري حقونو ژور بحران بللی.