د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

سې شنبې د جنوري 25 مه


په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو استوګن ځايونه په نخښه کول او يوې افغانې نجلۍ په اړه د يو امريکايي سرتيري له خوا ناول ليکل د نړېوالو ورځپاڼو سرليکونه جوړوي، چې وايي ولې نړېوال ځواکونه افغان وګړي ځوروي، کورونه يې ويجاړوي او بيا بېرته تاوان ورپرې کوي؟

د انګستان چاپ ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی، چې په پیل کې یې راغلي دي، امریکایي سرتېري په افغانستان کې د استوګنې د هغو کورونو او کله ناکله د کلیو د ویجاړولو له نوي، لانجمن تکتیک څخه کار اخلي، چې د دوی په ګومان طالبانو ماینونه په کې ځای پرځای کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، دا تکتیک چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پیل شوی د بشري حقونو په ډلو او حتی په ځینو هغو سرتېرو کې چې په دې عملیاتو کې برخه لري، یولړ اندېښنې رامینځ ته کړې دي.

دا پلان چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس په تېره ډسمبر میاشت کې تصویب کړ له هغو اصولو سره په تناقض کې دی، چې ده د نړیوالو ځواکونو د اجرااتو لپاره تېرکال برابر کړی و. په دې اصولو کې یو دا و، چې له افغانانو او د هغوی له ملکیتونو سره باید په درناوي چلند وشي.

ټایمز لیکي، د نړیوالوځواکونو د دې عملیاتو له وجې ښايي د سلګونو افغانانو کورونو ته چې په اکثرو کې یې ګڼ کسان ژوند کوي زیان اوښتی وي.

ټایمز زیاتوي، د دې ورانیو کچې داسې اندېښنې رامنځ ته کړي، چې ناټو ښايي د خلکو د زړونو او ذهنیتونو د خپلولو پرځای هغه له لاسه ورکړي.

ورځپاڼه د جګړې د بېګناه قربانیانو د ټولنې د یوې فعالې سارا-هو لیوینسکي له قوله لیکي، چې وايي، د افغانانو کورنۍ د وسله والو او پوځیانو ترمنځ په جګړه کې ګیر پاتې دي.

نوموړې وايي، دا خلک خپل کورونه د وسله والو له لاسه پرېږدي او نړیوال ځواکونه یې بیا الوزوي. د جګړې د بېګناه قربانیانو ټولنه د ورانو کورونو د اندازې د معلومولو په برخه کې څېړنې کوي.

مېرمن هولیوینسکي وايي، پوځي بریاوو ته له پاملرنې پرته دا ملکي وګړي دي، چې اصلي زیان وراړوي. نوموړې زیاتوي، که څه هم دې کورنیو ته د دوی د کورونو د ورانولو تاوان ورکول کېږي، خو دا کار دې پوښتنې ته چې ایا دومره زیات تخریب ته په رښتیاهم اړتیا وه کنه، ځواب نشي ورکولای.

ټایمز ورځپاڼه د ساراهولیوینسکي له قوله وړاندې زیاتوي چې وايي، پوښتنه دا ده چې ملکي خلک څه وکړي؟ دا وايي، دوی هرې خوا ته چې مخ اړوي په زیان کې دي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د هغه امریکايي سرتېري په اړه یو مطلب خپور کړی، چې له یوې افغانې پیغلې څخه په الهام سره یې د خارو له تله په نوم یو ناول لیکلی.

ورځپاڼه لیکي، ترنټ ریډي دا پېغله هغه مهال ولیده چې دی په افغانستان کې په خدمت بوخت و. د دې دیارلس کلنې نجلې شونډه شلېدلې وه او غاښ یې له مینځه راوتلی و. د دې سرتېري په وینا د یادې شوې نجلۍ پاسنۍ شونډه دوه ټوټې وه او د پوزې بڼه یې هم بدله شوې وه.

ریډي لاس انجلس ټایمز ته ویلي دي، چې لومړی ځل د زلیخا په نوم د دې پېغلې په لیدو سره ده سخت ټکان خوړلی و او دا همغه نجلۍ وه چې وروسته یې بیا ده ته د ده د ناول د مرکزي کرکټر الهام ورکړ.

د خاورو له تله له زلیخا سره د مرستې لپاره د ترنټ ریډي د ژوند د حقیقي پېښو په استناد لیکل شوی ناول دی. ده غوښتل چې له زلیخا سره د هغې د مخ د پلاستیک جراحي په برخه کې مرسته وکړي.

د ورځپاڼې په وینا دا ناول ډېر ښکلی دی، نه په دې خاطر چې داسې لیکوال لیکلی، چې دا یې لومړۍ لیکنه ده، بلکې له دې کبله چې کیسه د زلیخا له خولې روایت شوې ده.

لاس انجلس ټایمز لیکي، د یوه بهرني کلتور په اړه لیکل ډېر ګران کار دی، خو ترهغه ګران کار بیا د یوې ښځې له نظره لیکل دي.

د امریکا د ایووا ایالت اورسېدونکی ترنټ ریډي کله چې ۲۶ کلن و، هغه مهال د زلیخا په اړه د دې ناول لیکل پیل کړل، چې د ده اړونده پوځي قطعه په فراه ولایت کې ځای پرځای شوه.

ریډي لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د زلیخا پرمخ د پلاستیک جراحي له عملیاتو وروسته، هغه مهال چې دا له پوځي اډې څخه وته، ده ژمنه ورسره وکړه چې کیسه به یې حتماً لیکي.

دا امریکايی سرتېری د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کال ترمینځ د دیارلسو میاشتو لپاره په افغانستان کې پاتې شو. دی وایي، د دې کیسې لیکل د ده لپاره داسې یوه دنده وه، چې باید ترسره کړې یې وای.

لاس انجلس ټایمز د مطلب په وروستۍ برخه کې د ریډي له قوله لیکي چې وايي، د ده لپاره دا چې د دې ناول لیکل به څومره وخت واخلي او د آیووا د یوه اوسېدونکي په لاس د دې داستان لیکل به څومره بې مفهومه کار وي هېڅ مهمه نه وه.
XS
SM
MD
LG