د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

دوشنبې د سلواغې ۴ مه


د نوې ملي شورا د پرانیستلو په سر د بریالیو کاندیدانو او ولسمشر ترمنځ روان بحثونه نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي، چې حمید مومند ورڅخه لاندې یو راپور برابر کړی دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ځانګړې محکمې پر سر د بریالیو کاندیدانو ترمنځ د نظر اختلاف ته کتنه کړې او لیکلي، چې د دې محکمې د پریکړو د منلو په سر دغه کاندیدان په دوو ډلو ویشل شوي.

ورځپاڼه لیکلي، چې یو شمېر بریالي اعلان شوي کاندیدان دا محکمه قانوني بولي او هغو کسانو ته د سزا غوښتونکې دي، چې د درغلیو له لارې بریالي شوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د بریالیو اعلان شوېو کاندیدانو لنډ مهالې ادارې پلاوي بیا د ځانګړې محکمې د مشروعیت په اړه روان بحثونه بې ګټې بللې او ویلي، چې باید د دوی له خوا ولسمشر ته د استول شوې مصوبې د ځواب انتظار وویستلې شي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې د ځانګړې محکمې د کار په اړه بریالي اعلان شوي کاندیدان په دوو ډلو ویشل شوي.

د ورځپاڼې په وینا یوه ډله د دې محکمې له کار سره مخالفت څرګندوي او وایي، چې پریکړې یی د دوي لپاره د منلو وړ نه دي، خو د ورځپاڼې په وینا بله ډله بیا وایي، چې د دې محکمې له پریکړو یوازې هغه خلک ویره لري، چې په درغلیو بریالي شوي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په ولسمشر کرزي غږ کړې، چې د بهرنیانو او یو څو سیاسي کړېو تر فشار لاندې رانه شي او پریږدي، چې ځانګړې محکمه د هغو خلکو په خلاف خپله وروستۍ پریکړه وکړي، چې په درغلیو ولسي جرګې ته ورغلي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د بریالیو کاندیدانو ترمنځ په هغو بحثونو تبصره کړې، چې ولسمشر ته د ضمانت لیک د ورکولو په اړه روان دي.

ورځپاڼې په دې ترڅ کې د یونس قانوني څرګندونې راخیستي او لیکلي، چې که چیرې دوي ولسمشر ته ضمانت ورکړي، نو د دوي حیثیت خرابیږي.

ورځپاڼې د ده دا څرګندونې هم راخیستي، چې له ولسمشر کرزي سره یی په خبرو کې د ځانګړې محکمې له کار سره موافقه نه ده کړې.

خو ورځپاڼه لیکلي، چې د بریالیو اعلان شوېو کاندیدانو بله ډله بیا دا ډول څرګندونې د هغو درغلیو له ویرې بولي، چې د دوي په وینا د ځینو وکیلانو په ګټه په انتخاباتو کې شوې وې.

ورځپاڼه وایی، چې اوس د ځانګړې محکمې مخالفه ډله هم دې ته راضي شوې، چې دا محکمه دې خپل کار ته دوام ورکړي.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د ځانګړې محکمې د کار په اړه د نوې ولسي جرګې د لنډ مهاله پلاوي نظر راخیستې او لیکلي، چې دغه ادارې پلاوې په دې باور دې، چې یو ځلې باید ملي شورا پرانیستلې شي او بیا دې د ځانګړې محکمې په اړه له یو قانوني دریځ نه خبرې وشي.

خو د ورځپاڼې په وینا د نوې ولسي جرګې اداري پلاوې دا هم وایي، چې د هېواد له اساسي قانون سره سم د انتخاباتي درغلیو له څیړنو سره کوم مخالفت نه لري.

راه نجات:

راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د نوې ملي شورا د پرانیستلو په سر روان اختلافات د ولسواکۍ د بهیر یوه برخه بللې، خو خبردارې یی ورکړې، چې دا ډول اختلافات باید بحران ته لار هواره نه کړي.
XS
SM
MD
LG