د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د کابل په زنداني میرمنو سپورتي وسایل وویشل شول


د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه وایي، د هغې سروې له مخې چې دوي کړې، د سپورت مینه وال په زندانونو کې ورځ په ورځ زیاتیږي او دوي به وکولای شي ډیر ژر ولایتي زندانونو ته سپورتي مرستې ورسوي.

د اولمپیک ملي کمېټې مشر جنرال ظاهر اغبر د یکشنبې په ورځ د کابل په ښځینه زندان کې د مرستو ویشلو پرمهال وویل، چې د افغانستان ډیر زندانیان له رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان دي، چې د هواري لپاره یي دوي ورته د سپورت اسانتیاوې برابروي:

"موږ نن د کابل ښځینه زندان ته راغلي یو زموږ د سروې له مخې په دغه زندان کې هغه نجونې چې له سپورت سره مینه لري شمېر یې مخ په زیاتېدو ده.

موږ هیله مند یو چې د سپورت له لارې وکولای شو د دوي د رواني ناروغیو مخنیوی وکړو او دوې په راتلونکې کې هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي، موږ هیله مند یو چې د افغانستان نور ولایتونو ته
د کابل زنداني میرمنې
هم دغه لړۍ وغځوو"

نوموړي وویل، چې زندانیان باید د شکنجې پرځای داسې وروزل شي چې په راتلونکې کې د هېواد لپاره خدمت وکړي.

ښاغلي اغبر زیاته کړه سره له دې چې د اولمپیک ملي کمېټه پوره بودیجه نه لري خودې ته چمتو ده چې له زندانونو سره مرسته وکړي.

د کابل زنداني میرمنې هم له دغو مرستو خوشاله بریښې دی، خو د سپورت په برخه کې د روزونکو له نه شتون څخه سرټکوي، یوې زنداني میرمنې ازادۍ راډیو ته داسې خپله ستونزه داسې بیانه کړه:

"زما نوم ملکه ده ، د بادام باغ ښځینه زندان د محبوسینو له ډلې څخه یمه، شاوخوا یو نیم کال کیږي چې دلته زنداني یم.

په دغې موده کې موږ هغه سپورتي لوبې زده کړې چې پخوا مو لیدلې هم نه وې
اوس مهال دلته والیبال او د وزن بردارۍ لوبې کوو زما هیله د اولمپیک له ملي کمېټې څخه داده چې موږ ته روزونکي را واستوي، تر څو د سپورت په برخه کې موفقه واوسوو."

د کابل ښځینه زندان مرستیاله زرافشان وایي، چې د پنځو بهرنیو په ګډون شاو اوخوا ۱۴۰ تنه ښځینه زندانیانې چې په بېلابېلو جرمونو نیول شوي، په دغه زندان کې شپې ورځې تیروي او دوې ورته بېلابېلې روزنیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

اغلې زرافشان زیاته کړه، په زندان کې ښځینه وو ته د لیک لوست، خیاطۍ ،ارایشګاه ،انګلیسي ،کمپیوټر او نور روزنیز پروګرامونه لري.

زرافشان په زندان کې له میندو سره د ماشومانو ژوند کولو ته په اشارې وویل، چې دوي د زندان په دننه کې له شپږو کلونو ښکته ماشومانو ته وړکتون لري چې ماشومان خپلې زده کړې په کې کوي.

نوموړې همدا راز وویل، هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو کلونو لوړ دي د کابل ښار د کارته سه په سیمه کې د دې زندان اړوند په یوه بل وړکتون کې زده کړې کوي .

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د زندانیانو روزنې ته د مسولینو پاملرنه زیاته شوې ده خو د راپورونو په اساس په ځینو زندانونو کې اوس هم د بندیانو وضعه ښه نه ده.

راپور- اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG