د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

بدر:وسلوال مخالفین د پاکستان له چترال څخه نورستان ته راځي


د نورستان والي جما ل الدين بدر
د نورستان والي جما ل الدين بدر
د نورستان والي جما ل الدين بدر په يوه ځانګړي مرکه کې ازادۍ راډيو ته وويل، چې د نورستان کامديش او برګي مټال ولسوالۍ د پاکستان د چترال ولسوالۍ سره شريکه پوله لري او د چترال له لارې افغاني او بهرني وسلوال طالبان او د القاعده وسلوال جنګيالي د دوي سيمي ته راځي.

هغه وويل، د وسلوالو د راتګ او د هغوي د فعاليتونو د مخنيوي لپاره په پام کې لري چې په نږدې وخت کې د نړېوالو ځواکونو په ملاتړ پوځي عمليات ترسره کړي.

هغه وويل، په کامديش او برګي مټال ولسواليو کې د تل پاتې امنيت د ساتنې لپاره يي د ملي اردو او سرحدي پوليسو د یو-يو کنډک د ليږلو غوښتنه کړې ده.

د تېرو څو کالو څخه افغان دولتي چارواکې شکايت کوي، چې د پاکستان له سرحدي سيمو څخه افغانستان ته وسلوال مخالفين راځې ، دلته په نړېوالواو افغان ځواکونو بريدونه ترسره کوي او بيا بيرته د پولي اخوا سيمو ته اوړي.

راپور-روح الله انوري،کونړ
XS
SM
MD
LG