د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۳۸

افغانستان

جوزجان کې ۲۵ تنه وسله وال طالبان له افغان حکومت سره یوځای شول

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ۲۵ وسلوالو مخالفین نن د سولې له بهیر سره یوځای شوي.

د جوزجان د امنیې قوماندانی د امنیت امر سمونوال محمدابراهیم ازادي راډیو ته وویل ، چې تسلیم شویوکسانو په درزاب ولسوالی کې فعالیت کاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په جوزجان ولایت کې شل وسلوال کسان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سالنګ لويه لاره د سختو واورو له امله وتړل شوه

سالنګ لاره - آرشیف
سالنګ لاره - آرشیف

د طالبانو د ټولګټو وزارت یو چارواکی وایي چې د درنو واورو او توفان له کبله د سالنګ لویه لار له تېرې شپې د ټولو وسایطو پرمخ وتړل شوه.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په سالنګ کې سخته واوره اوري او په بېلابېلو ساحو کې د واورو اندازه تر یو متر زیاته ده.

حق شناس ویلي چې د ټولګټو وزارت له خلکو غواړي، څو تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ ونه کړي.

د سالنګ لویه لار پلازمېنه کابل له ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونو سره نښلوي.

دا په روان ژمي کې څووم وار دی، چې د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپېژندنې ادارې د شنبې په ورځ ویلي وو چې یکشنبه او نن دوشنبه به د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې درنه واوره او باران اوري او په ځینو ولایتونو کې به سېلابونه وبهېږي.

هرات: طالبانو د پښتون زرغون د اوسپنې په یوه کان کې د ۱۴۰ میلیونه ډالره پانګونې خبر ورکړ

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

طالب چارواکو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د اوسپنې په یوه کان کې د ۱۴۰ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د هرات ولايت د طالبانو د کانونو او پټروليم د رييس فضل احمد منيب خاموش په حواله ليکلي دي چې د دغه کان د عوايدو شل سلنه د طالبانو بوديجې ته ځي.

خاموش زیاته کړه چې په هرات ولایت کې ۳۶ کانونه سروې شوي او د ۲۶ کانونو استخراج دوام لري.

په هرات کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس ونه ويل چې د پښتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې په کان کې کوم هېواد يا کوم شرکت پانګونه کړې ده.

په ورته وخت کې د دغې پانګونې په اړه د هرات ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی چې طالبان په دغه ولایت کې بنسټیزو پروژو ته هېڅ پام نه کوي.

دا مهال له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد لویه پروژه چې له هرات ولایت څخه هم تېرېږي، ځنډېدلې ده.

د اتریش حکومت: خپل یو ۸۴ تبعه مو د طالبانو له بنده را خوشې کړ

له ارشیفه د پلچرخي زندان او پکې د ولاړ طالب ساتونکي تصویر
له ارشیفه د پلچرخي زندان او پکې د ولاړ طالب ساتونکي تصویر

د اتریش حکومت د طالبانو له بند څخه د خپل یوه ۸۴ کلن تبعه د خوشې کولو اعلان وکړ.

د راپورونو له مخې، دغه سړي تېر کال افغانستان ته سفر کړی و.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خوشې شوی کس هربرت فریتز نومیږي او پرون (فبروري ۲۵) د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد.

د اتریش صدراعظم کارل نیهامیر د فرتز د خلاصون لپاره د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له هڅو مننه کړې ده.

اسوشیټیډ پریس د تېر کال په مې میاشت کی خبر ورکړ دغه اتریشی وګړی وروسته له هغه ونیول شو چی د طالبانو په اړه یې د اتریش په یوه مجله کی یوه مقاله خپره کړې وه.

طالب چارواکو د دغه اتریشي وګړي د نیول کېدو او خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د اتریش رسنیو پرون راپور ورکړ چې هربرټ فریتز د اتریش د «نو نازي» غورځنګ لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی و.

نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیلیږي

تصویر له ارشیفه، یو افغان رضاکار چې ګوزڼ یې پښه فلج کړې، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کوي
تصویر له ارشیفه، یو افغان رضاکار چې ګوزڼ یې پښه فلج کړې، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کوي

نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې ملاتړ کوي، په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال تر دې دمه د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

له پاکستانه د لکونه افغان کډوالو جبري ستنولو په افغانستان؛ په تېره سرحدي ولایتونو کې د ګوزڼ د پېښو د زیاتېدو اندېښنې پورته کړي.

جوزجان: طالبان سبا یو کس په عام محضر کې قصاص کوي

د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت
د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت

د افغانستان ځینو رسنیو د سرچینو په وینا راپور ورکړی چې طالبان غواړي سبا دوشنبه په جوزجان ولایت کې یو تن په عام محضر کې قصاص کړي.

دغو سرچینو ویلي چې دغه کس د خپلې کورنۍ د یوه غړي په وژنه تورن دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره پنج شنبه په غزني ولایت کې دوه کسان د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړل چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.

دا لا څرګنده نه ده چې د تورنو کسانو د محاکمې بهیر څومره عادلانه و او ایا دوی مدافع وکیل درلود که نه.

مولوي کبیر: کورني او بهرني بنسټونه دې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو بنسټونو او مرستندویو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو لاسنیوی وکړي.

ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې مولوي عبدالکبیر دا خبره د لغمان ولایت له کوچیانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې کړې ده.

وړاندې لیکل شوي چې مولوي عبدالکبیر ویلي، وچکالۍ په افغانستان کې د ملیونونو وګړو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

که څه هم نن او سبا د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو، دغه راز په ځینو سیندي حوزو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی، خو بزګران وايي چې لا هم د تېرو کلونو د وچکالیو اغېزې ختمې شوې نه دي.

سبا د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پرضد د واکسین کمپاین پيلیږي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې ملاتړ کوي، په خپله وېبپاڼه کې نن لیکلي چې دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته لاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي د یوه هیئت په مشرۍ نن ترکمنستان ته لاړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ښاغلی متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په بلنه پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره هغه هېواد ته لاړ.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو د هیئت په ترکیب کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د وسپنې پټلۍ او برېښنا شرکت چارواکي شامل دي.

تر اوسه د ترکمنستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ترکمنستان له ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو بحث کوي

له ارشیفه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو د تالار تصویر
له ارشیفه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو د تالار تصویر

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا دوشنبه د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو په باب بحثونه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش به امنیت شورا ته د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو او د دوحې دوه ورځنۍ غونډې په باب راپور وړاندې کړي.

د دوحې غونډه تېره یکشنبه او دوشنبه د ملګرو ملتونو په کوربه توب وشوه چې د افغانستان پر ګڼو اړوندو مسایلو په کې خبرې وشوې.

د طالبانو حکومت چې د دوحې په غونډه کې ګډون نه و کړی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی دی.

اتریش کې یو افغان پناه غوښتونکی د ۳ ښځو د وژنې په تور نیول شوی

د اتریش یو شمېر پولیس - ارشیف
د اتریش یو شمېر پولیس - ارشیف

د اتریش د پلازمېنې ویانا پولیسو پرون د درېیو ښځو د وژنې په تړاو د یوه افغان پناه غوښتونکي د نیولو خبر ورکړ.

دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې یوه کس په دانیوب سیند کې د وینو څاڅکي ولیدل او پولیسو ته یې خبر ورکړ او پولیسو تر پلټنې وروسته د سیمې په یوه بدنام نایټ کلب کې د درېیو ښځو مړي وموندل.

د ویانا د پولیسو ویاند فلیپ هاسلینګر پرون اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته وویل، د درېیو ښځو پر بدن د چړې په ذریعه ټپونه ښکارېدل او سم د لاسه جنايي څېړنې پیل شوې.

پولیسو هلته څلورمه ښځه هم پیدا کړې او له هغې د عیني شاهدې په توګه څېړنې شوې دي.

د هاسلینګر په وینا، د پېښې ځای ته څېرمه یو ۲۷ کلن سړی چې چاړه ورسره وه ونیول شو چې د پولیسو په وینا مشکوک سړی افغان پناه غوښتونکی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG