د اسیا پراختیايي بانک په یوه نوي اقدام کې په افغانستان کې د درو نورو پروژو لپاره مالي امکانات برابرول غواړي.
د دغو مرستو تړونونه، چې ټول ارزښت یې 354 میلیونو ډالرو ته رسیږي، د سې شنبې په ورځ د افغانستان د مالیې وزیر او د اسیا د پراختیايي بانک د رئیس له خوا په کابل کې لاسلیک شو.
د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال د دغه تړون تر لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل، چې د دغو پیسو ډیره برخه به د حلقوي سړک په بشپړولو ولګول شي، چې بلخ به له هرات سره وتړي.
د ښاغلي زاخیلوال په خبره، شا و خوا 240 کیلومتره سړک کار پاتې دی او له دغو پیسو څخه په ګټه به په راتلوونکو دوو کلونو کې بشپړ شي:
“نن ورځ موږ درې مهم تړونونه لاسلیکوو، لومړی تړون 340 میلیونه امریکايي ډالره ارزښت لري او د اسیا د پراخیتايي بانک له بلاعوضو مرستو څخه دی، چې دا به د یوې ډیرې مهمې پروژې، چې حلقوي سړک دی په جوړولو ولګول شي، څنګه چې په جریان کې یاست د دغه سړک لویه برخه بشپړه شوې ده.”
د ماليې وزیر د معلوماتو له مخې دوهمه پروژه، چې 12 میلیونه ډالره ارزښت لري، له تاجکستان څخه د افغانستان بغلان ولایت ته 600 میګا واټه برېښنا ورکول دي.
ښاغلي زاخیلوال همدا رنګه وویل، چې درېیم تړون د جاپان له خوا وړیا 1.5 میلیونو ډالر مرسته ده، چې د افغانستان د برېښنا د برخې لپاره به د اسیا د پراختیايي بانک له خوا ولګول شي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اسیا د پراختیايي بانک رئیس رابرت ګوردن رنکر د خپلو مرستو په دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، چې په دغو مرستو سره به سیمه ایزې همکارۍ او خصوصي پانګونې ته ښې زمینې برابرې شي:
“دغه تړونونه، چې موږ نن لاسلیک کړل، دا به د سیمه ایزې همکارۍ په پیاوړي کولو، د انرژۍ، سوداګرۍ او په دغه هېواد کې د خصوصي پانګونې ښې زمینې برابرې کړي.
د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه غښتلي او د لوږي په کمولو کې به مرسته وکړي.”
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره څلورمه لویه مرسته کوونکې اداره ده، چې مرستې یې هم د افغان دولت د بودیجې له لارې لګول کیږي.
د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د اسیا پراخیتايي بانک له 2002 څخه تر 2013 پورې له افغانستان سره د 3 میلیارډو ډالرو ژمنه کړې، چې لویه برخه یې ورکړل شوې ده.
له دې سره چې په تیرو 9 کلونو کې نړېوالې ټولنې له افغانستان سره میلیارډونه ډالره مرسته کړې خو اوس هم په دې هېواد کې ډیرې ستونزې پر ځای پاتې دي.
د کارپوهانو په باور د دغو مرستو ډیره برخه پر اساسي پروژو نه دي لګول شوي او یا هم خوړل شوي دي.
راپور-معصوم میوند،کابل