د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

کرزی به د اړیکو د ښه کولو لپاره روسیي ته لاړ شي


ټاکل شوې، چی ولسمشر کرزی به د جنوری په شلمه مسکو ته لاړ شي
ټاکل شوې، چی ولسمشر کرزی به د جنوری په شلمه مسکو ته لاړ شي
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د خپل هېواد له پخواني دښمن روسیې سره، د اړیکو د ښه کولو په مقصد په روانې اوونۍ کې مسکو ته لاړ شي.

د ولسمشر کرزي دا دوه ورځنی رسمي سفرد روسیې د ولسمشر دیمتري میدودیف د بلنې پر اساس برابر شوی دی.

ټاکل شوې چی دواړه مشران به د نورو مهمو مسلو په څنګ کې له افغانستان څخه روسیې ته د نشه یي موادو د قاچاق او د افغانستان په شمال کې د طالب وسله والو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو مړینه دوام لري او د دوشنبې په ورځ د ناتو یو بل عسکر د افغانستان په جنوب کې په سړک کې د یوه ښخ شوي ماین په چاودنې کې ووژل شو. په دې توګه په روان عیسوي کال کې د وژل شوېو بهرنیو عسکرو شمېر ۱۹ ته وروسیده چې لږ ترلږه ۱۴ یي امریکایان دي.

تېره میاشت د روسیې، افغانستان ، پاکستان او تاجکستان د نشه یي موادو ضد چارواکي سره جرګه شول، د نشه یي موادو د پراختیا او مخنيوي په لارو چارو او په خپلو کې د همکارۍ د یوه تړون په رامنځ ته کولو یي خبرې وکړې.

د همکاري دا تړون وروسته له هغه مطرح شو چې ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې د روسیې ، امریکا او افغان ځواکونو له خوا د پاکستان اوافغانستان د پولې په اوږدو کې له مخکني خبر پرته د عملیاتو په تر سره کولو سخت اعتراض وکړ.

ټاکل شوې، چی ولسمشر کرزی به د جنوری په شلمه مسکو ته لاړ شي او په کریملن ماڼۍ کې به له روسیې چارواکو سره د کتنې پر مهال د متقابلې همکارۍ یو مهم تړون هم لاسلیک کړي.

نړېوال وایي، په افغانستان کی د نړۍ د اپینو په سلو کې ۹۰ برخه تولیدیږي او له دي اپینو څخه هیروئین هم جوړیږي.

روسیي د امریکا له پوځ څخه په ټینګه غوښتې، چې په افغانستان کې د نشه یي موادو لابراتوارونه دي له منځه یوسي،روسیې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به له ناتو ځواکونو سره خپله همکاري زیاته کړي.

مسکو تر دې دمه یوازې په افغانستان کې د امریکا په مشري د ناتو ځواکونو د موجودیت او فعالیتونو شفاهي ملاتړ اعلان کړی او دغه راز یي له خپلې خاورې څخه په افغانستان کې ناتو ځواکونو ته د لوژستیکی موادو د انتقال لپاره تراتنزیتې لار هم پرانیستي ده.
XS
SM
MD
LG