د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

په تونس کې به یو ایتلافي حکومت جوړ شي


د تونس موقت ولسمشر فواد مبزع وروسته له هغې چې د لوړې مراسم يې پرځای کړه له صدراعظم محمد غنوشي وغوښتل، چې په هېواد کې دې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

راپورونه وايي، په دغې ایتلافي حکومت کې به د دولت یو شمېر مخالف ګوندونه هم برخه ولري.

د اپوزوسیون دوو مشرانو نجیب شابي او مصطفې بن جعفر رسنیو ته وویل، چې د تونس صدراعظم له دوي سره تماس نیولی دی.

نجیب شابي د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې محمد غنوشي د دوي ګوند ته وړاندیز کړی چې د ملي یوالي په جوړیدونکي حکومت کې چې ډیموکراتیک قوتونه به په کې شامل وي ،ونډه واخلي.

نوموړي وویل، چې له صدراعظم څخه يې غوښتي چې په راتلونکو شپږو میاشتو او یا اوو ونیو کې د انتخاباتو لپاره زمینه برابره کړي.

بل لور ته د تونس د اپوزوسیون یوه اسلام پاله مشر راشد غنوشي فرانسپریس ته ویلي، چې هغه به څو راتلونکو اونیو کې تونس ته ستون شي.

د تونس د اساسي قانون له مخې د ولسمشر ۍ انتخابات باید په دوو میاشتو کې دننه ترسره شي.

په عین حال کې په ټانکونو او زغره والو موټرو سمبال پوځ د تونس په پایتخت او نورو سیمو د غلاو او چورچپاول د مخنیوي لپاره ګزمې کوي.

د شپې له خوا د خلکو په تګ راتګ بندیز لګول شوی او زیاتره بهرنیان چې د سیاحت لپاره تونس ته تللي وو، له دغه هېواد څخه وتلي دي.

له واک نه لرې کړای شوی ولسمشر زین العابدین بن علي چې له ۱۹۸۷ کال راهیسې په واک کې وو، له خپلې کورنۍ سره سعودي عربستان ته وتلی دی.

دغه راز د نوموړي یو شمېر خپل خپلوان چې په لوړو دولتي پوستونو وو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په تونس کې وروستۍ بې سابقه تاوتریخوالي او مظاهرې د بې کارۍ د پراخوالي ،اقتصادي ستونزو او اداري فساد له امله په تیر دیسمبر میاشت کې راوپاریدې.

د راپورونو له مخې د پولیسو سره په نښتو او تاوتریخوالي کې په تونس کې لس ګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د فرانسې او جرمني د مشرانو په ګډون د لویدیځو هېوادونو مشرانو په تونس کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، له واکه څخه د زین العابدین بن علي په لرې کیدو سره د تونس خلکو ته زمینه برابره شوې څو د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.

عربي هېوادونه بیا په تونس کې رامنځته شوې وضیعت له نزدې څاري.

دغه راز په عربي هېوادونو کې د مخالفو سیاسي ګوندونو یو شمېر مشرانو وايي، د تونس وروستۍ پېښې به کېدای شي د سیمې د هېوادونو او واکمنو لپاره یو عبرت وګرځي او د اوسنیو عرب حکومتونو پر ضد به ولسونه وهڅوي.
XS
SM
MD
LG