د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۲۶

نړۍ

په عراق کې درې تنه امریکايي عسکر وژل شوي

په عراق کې پرون په دوو جلا حملو کې درې تنه امریکايي سرتېري ووژل شول. په لومړۍ پېښه کې یوه عراقي سرتېري دوه امریکايي عسکر په ډزو ووژل او بل امریکایی عسکر په جلا پېښه کې ووژل شو.

د تېرکال له جولای میاشتې راوروسته دا په عراق کې پر امریکايي سرتېرو د برید تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

په دې اړه د امریکا د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لومړۍ پېښه موصل ښار ته نژدې د پوځي روزنې په یوه مرکز کې وشوه، خو د دوهمې پېښې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي یوازې دومره ویل شوي چې پېښه په مرکزي عراق کې شوې.

د فرانسپرس خبري اژانس له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې، له 2003 کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د صدام حسین د رژیم د پرزولو لپاره پر عراق برید وکړ، تراوسه ۴۴۳۵ امریکایي سرتېري په دې هېواد کې وژل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د جرمني د لوړپوړو امنیتي چارواکو یو غږیز فایل د روسیې لاس ته رسېدلی

د جرمني ځواکونه
د جرمني ځواکونه

د جرمني حکومت وايي په روسي رسنیو کې د هغه خپاره شوي غږیز پیغام په اړه تحقیقات کوي چې ویل کېږي په هغه کې ظاهرا د جرمني د پوځ جګپوړي چارواکي په یوه ټلفوني کنفرانس کې اوکراین ته د وسلو د سپارلو په اړه خبرې کوي.

دې غږیز پیغام په جرمني کې د احتمالي جاسوسۍ فعالیتونو په اړه اندېښنې پارولې دي او برلین په دې اړه له مسکو څخه د شفافیت غوښتنه کړې.

په دې غږیز پیغام کې د نورو مسایلو ترڅنګ اوکراین ته د تاروس په نوم د کروز ډوله توغندیو د احتمالي سپارلو په اړه، چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ تراوسه په علني ډول رد کړي دي، بحث کېږي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند پرون- د مارچ په دوهمه وویل چې نه شي کولای د دې غږیز پیغام رېښتینولي او اصلیت تایید کړي.

دا غږیز پیغام د لومړي ځل لپاره د رشیا ټوډې رسنۍ مسوولې مدیرې مارګاریتا سیمونیان د جمعې په ورځ خپور کړ.

رویټرز خبري آژانس هم د دې غږیز پیغام اصلیت په خپلواک ډول نه دی تایید کړی.

په مصر کې د غزې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیلېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

تمه ده چې نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند د ټینګښت په تړاو خبرې پیل شي.

دا خبره د رویټرز خبري اژانس د مصر د دوو امنیتي سرچینو له قوله کړې ده.

راپورونه وايي، اسراییل ویلي څو چې د دوی د هغو ټولو یرغمل شویو کسانو بشپړ لېست نه وي ورسپارل شوی چې تر اوسه ژوندي دي، دې خبرو ته خپل مرکچي پلاوی نه استوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ هیله‌مندي وښوده چې د روژې د میاشتې په رارسېدو به غزه کې اوربند وشي.

روژه د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیلېږي.

تر اوسه پورې په دې اړه اسراییلو او د حماس سخت دریځې ډلې تبصره نه ده کړې.

خلکو د کریملین د مړ شوي منتقد 'الکسي ناوالني' قبر ته د درناوي مراسم پرځای کړل

الکسي ناوالني قبر ته د درناوي له مراسمو یو انځور
الکسي ناوالني قبر ته د درناوي له مراسمو یو انځور

خلک نن د کریملین د سرسخت سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې په بند کې مړ شو، قبر ته تللي وو او ورته يې درناوی په ځای کړ.

ناوالني د جمعې په ورځ مسکو کې خاورو ته وسپارل شو.

د ناوالني له جنازې وړاندې د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف یو خبرداری خپور کړې و چې په کې د خلکو هر ډول بې اجازې راټولېدنه د قانون خلاف عمل بللی شوی و.

د مسکو، پیټرزبوک، نووسي بیرسک، یکاترن بورګ او د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې د ناوالني د پلویانو له خوا هغه د درناوي په یاد په لاریونونو کې له ګډون وروسته تر ۱۲۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

ناوالني د فبرورۍ په ۱۷مه په زندان کې مړ شو.

د زندان د چارواکو په خبره، ۴۷کلن ناوالني د فبرورۍ په ۱۶مه له قدم وهلو وروسته بې هوشه شو.

د کریملین دا منتقدان ګمان کېږي د سیاسي انګېزې له مخې نیول شوي او زنداني شوي دي.

په پاکستان کې د واورې، بارانونو او سېلابونو له کبله ۱۲ کسان مړه او ۱۷ ټپیان دي

ارشیف: په پاکستان کې سېلابونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ارشیف: په پاکستان کې سېلابونو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د واورې، بارانونو او سېلابونو له کبله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د ازادي راډیو د مشال برخې د راپور پر بنسټ، په تېرو دوو ورځو کې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د واورې او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو له امله ۱۲ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان دي.

په خیبرپښتونخوا کې د ژغورنې ادارې ویاند بلال فیضي نن د مارچ دویمه مشال راډيو ته ویلي، په ډېرو سیمو کې لا هم د ورښتونو لړۍ روانه ده او خلکو ته يې د مرستو رسولو هڅې پیل کړي دي.

د فیضي په خبره، د خیبر پښتونخوا په سیاحتي سیمو کې د سېلابونو له کبله ۲۵ سیلانیان بند پاتې وو چې اوسمهال خوندې ځایونو ته انتقال شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په سوات کې بیا د مارچ تر نهمې نېټې پورې د ټولو تعلیمي ادارو د تړلو کېدو امر شوی دی.

تر دې وړاندې د روان کال د فبرورۍ په ۱۹مه هم په خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو له کبله ۴ تنه مړه او ۹ نور ټپیان وو.

د امریکا پوځ د حوثي یاغیانو یو توغندی له منځه وړی

حوثي یاغیان
حوثي یاغیان

د امریکا یو شمېر پوځي قومندانانو پرون د مارچ اوله په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د یوه توغندي د له‌منځه وړلو خبر ور کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د دغو قومندانانو په حواله راپور ورکړی چې تمه وه دا توغندی وتوغول شي، خو دوی پرې برید وکړ.

په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، وروسته له هغې چې دوی ولیدل چې د امریکا یوه بېړۍ له خطر سره مخ ده نو پر توغندي يې برید وکړ او نابود يې کړ.

حوثیان چې د جګړه ځپلي یمن ډېره برخه تر واک لاندې لرې، د تېر کال د نومبر راهیسې په سره سمندرګی کې پر سوادګریزو بېړیو بریدونه کوي.

د حوثیانو په خبره، دوی دا کار پر غزه د اسراییلو د برید په ځواب او د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي.

امریکا له دې وړاندې هم څو ځلې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

په عراق کې د داعش د برید له کبله یو دولتي سرتېری وژل شوی

ارشیف: په عراق کې داعش ډلې بیرغ
ارشیف: په عراق کې داعش ډلې بیرغ

راپورونه وايي چې د عراق د پلازمېنې بغداد په شمال کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په برید کې یو دولتي سرتېری وژل شوی دی.

د عراق دفاع وزارت ویلي چې دا حمله د بغداد د شمال په ۲۵ کیلومترۍ کې په طارمیه ښار کې وشوه.

دې وزارت پرون د مارچ لومړۍ نېټه په یوه بیان کې وویل چې دا سرتېری د عراقي پوځیانو ګزمې ته نژدې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د بیان له مخې په چاودنه کې څلور نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د عراق دفاع وزیر ثابت عباسي د پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی.

اسلامي دولت ډلې د دې برید پړه منلې ده.

په امریکا کې د کووېډ۱۹ اړوند ځینې اصول بدل شول

ارشیف
ارشیف

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې هغه کسان چې په کووېډ۱۹ ناروغۍ اخته کېږي نور نو اړ نه دي چې حتماً په کور کې د قرنطین پنځه ورځنۍ دوره تېره کړي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایي مرکز پرون په دې برخه کې خپل پخواني اصول بدل کړل او ویې ویل د کووېډ۱۹ د مثبتې نتیجې له ترلاسه کولو وروسته که چېرته د ناروغۍ اعراض خفیف وي یا یې پر زکام یوه ورځ اوښتې وې نو خلک کولای شي کار ته ولاړ شي او یا خپلو چارو ته په منظم ډول دوام ورکړي.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې کووېډ۱۹ نور نو د عامه روغتیا لپاره هغه ګواښ نه دی چې مخکې و.

کووېډ۱۹ پخوا په متحدوایالتونو کې د مړینو درېیم علت و، خو اوس په لسم ځای کې دی.

د پاکستان پارلمان ريیس وټاکه

د عکس ښي لور ته ایاز صادق، چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی، د پاکستان د ملي جرګې د غړیو د رایو په اکثریت ريیس غوره شو.
د عکس ښي لور ته ایاز صادق، چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی، د پاکستان د ملي جرګې د غړیو د رایو په اکثریت ريیس غوره شو.

د پاکستان پارلمان نن ريیس وټاکه.

ایاز صادق، چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی، د پاکستان د ملي جرګې د غړیو د رایو په اکثریت ريیس غوره شو.

د پاکستان په ملي جرګه کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پلوي غړیو د صادق له انتخابېدو سره مخالفت وکړ او ادعا یې وکړه چې د پاکستان د فبرورۍ د اتمې نېټې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

د پاکستان ملي جرګه ۳۳۶ چوکۍ لري او د دې لپاره چې هیڅ ګوند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شوې، اوس د څو ګوندونو د ايتلاف په نتیجه کې حکومت جوړېږي.

ټاکل شوې ده چې شهباز شریف د یکشنبې په ورځ د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره پارلمان ته حاضر شي.

مسکو کې امنیتي تدابیر؛ د کریمیلین کلک منتقد 'الکسي ناوالني' خاورو ته سپارل کېږي

په مسکو ښار کې نن په سختو امنیتي تدابیرو کې د کریمیلین کلک منتقد الکسي ناوالني خاورو ته سپارل کېږي.
په مسکو ښار کې نن په سختو امنیتي تدابیرو کې د کریمیلین کلک منتقد الکسي ناوالني خاورو ته سپارل کېږي.

په مسکو ښار کې نن په سختو امنیتي تدابیرو کې د کریمیلین کلک منتقد الکسي ناوالني خاورو ته سپارل کېږي.

سلګونه کسان په داسې حال کې چې د ګلانو ګېډۍ یې په لاسونو کې دي، د یوې کلیسا مخته راټول شوي څو د ناوالني جسد ته درناوی په ځای کړي.

په دې مراسمو کې پر ګډونوالو محدودیتونه هم زیات دي او ډېرو کسانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې کلیسا ته ننوځي.

د الکسي ناوالني ویندویې کیرا یارمیش نن په یوه پیغام کې، چې پر ایکسپاڼه یې خپور کړی، لیکلي چې د خدماتو ادارې لومړی له سړخونې څخه کلیسا ته د جسد له وړلو انکار وکړ، خو په وروستیو شېبو کې یې موافقه وکړه.

د ناوالني د تدفین په مراسمو کې د هغه مېرمن یولیا ناوالینا نه شته.

هغې هم پرون د اروپا په پارلمان کې په وینا کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناوالني د ناببره مړینې مسوول وباله.

نوموړې وویل: "دوی وواژه، حتی وروسته یې د هغه د مړي سپکاوی وکړ، د هغه د مور سپکاوی یې وکړ. له بلې خوا ښکاره قتلونو ټولو ته یو وار بیا وښوده چې پوتین هر کار کولی شي او خبرې ورسره نه شي کېدای."

د ناوالني جسد یوه اوونۍ وروسته تر مړینې د فبرورۍ په ۲۴ مه د ده مور ته وسپارل شو او دې موضوع ډېرې پوښتنې وزېږولې.

د راپورونو له مخې، الکسي ناوالني د فبرورۍ په ۱۶ مه د ۴۷ کلونو په عمر ومړ.

د ده د مړینې په سند کې راغلي چې ناوالني په طبیعي مرګ ساه پرې کړې، خو ډېرو هېوادونو او نړیوالو موسسو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دغه هېواد نور چارواکي د ناوالني د مړینې مسوول بولي.

یو روسی وګړی د مایکرو الیکټرونیکونو د قاچاق په تور مجرم وپیژندل شو

د امریکا د عدلیې وزارت ودانۍ
د امریکا د عدلیې وزارت ودانۍ

د متحده ایالاتو عدلي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه په یوه بیان کې وویل چې یو روسی وګړی له متحده ایالاتو روسیې ته د پوځي درجې مایکرو الیکټرونیکونو د لوی مقدار د قاچاق په تور مجرم وپیژندل شو.

۵۱ کلن ماکسیم مارچینکو د تېر کال په سپټمبر میاشت کې نیول شوی و.

هغه او دوه نور روسان تورن شوي چې د مایکرو الیکټرونیک د پېرنې د پټولو لپاره یې جعلي شرکتونه کارولي.

مایکرو الکټرونیک وړې ګرانبیه آلې دي چې د برقي وسایلو د بېلابېلو عملیو لکه القا، زېرمې او انتقال لپاره کارېږي.

د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۲۹مه مارچینکو د نیویارک په محکمه کې د پیسو مینځلو په یوه قضیه کې مجرم وپیژندل شو چې د 20 کلونو بند محکومیت لري.

همداراز له امریکا څخه د قاچاق په یوه قضیه کې چې په اعظمي توګه ۱۰ کاله بند لري مجرم وپېژندل شو او په خپلو جرمونو یې اعتراف وکړ.

ټاکل شوې د جون په شپږمه دغه روسی بیا محاکمه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG