د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

امریکا د افغانستان په جنوب کې د دولتي حاکمیت د لاپراخولو په هڅه کې دی


ښاغلي انشیر وویل، د کندهار په ګډون، په هغو سیمو کې چې د افغان او نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې، د طالبانو له ولکې څخه اېستل شوې دي، پراخ پرمختګ شوی.
ښاغلي انشیر وویل، د کندهار په ګډون، په هغو سیمو کې چې د افغان او نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې، د طالبانو له ولکې څخه اېستل شوې دي، پراخ پرمختګ شوی.
د افغانستان په جنوب کې د ملکي هڅو لپاره یو مسوول امریکایی مقام وايي، د افغانستان په جنوب کې د دولتي حاکمیت د ټینګولو لپاره هڅو ښه نتیجه ورکړې، خو یاد شوی مقام زیاتوي، په هغو سیمو کې چې طالبان ترې اېستل شوي دي، د ترلاسه شویو پرمختګونو د دوام او خوندي کولو لپاره نور کار ته هم اړتیا لیدل کېږي.

دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن په راتلونکي کال کې، له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اېستلو د پیل لپاره تیاري نیسي.

د افغانستان د جنوب د څلورو بې امنو ولایتونو لپاره، په ملکي چارو کې د امریکا مسوول مقام هنري انشېر Henry Ensher پرون وویل، د کندهار په ګډون، په هغو سیمو کې چې د افغان او نړیوالو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې، د طالبانو له ولکې څخه اېستل شوې دي، پراخ پرمختګ شوی.

ښاغلي انشېر چې د ویډیو کنفرانس له لارې له افغانستانه په واشنګټن کې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، روان ژمی به ټاکونکی وي، ځکه دوی به په دې موسم کې چې په جګړو کې کموالی راځي، د حکومتدارۍ په برخه کې پرمختګ یقیني کړي او که چېرته د روان کال په وروستیو کې بیا جګړو زور وانخیست، په دې توګه به دوی وکولای شي، چې خپلې پرمختیاوې خوندي کړي.

دې مقام زیاته کړه، د افغانستان د جنوبي ولایتونو اوسېدونکو، محلي شوراګانې جوړې کړې دي او له سیمه ایزو چارواکو سره یې داسې تماسونه ټینګ کړي، چې په تېرو څو کلونو کې د هغې ویرې له وجې چې طالبانو د دوی په سیمه کې خوره کړې وه او د امنیت د نشتوالي له کبله ناممکنه وه.

امریکايي چارواکي غواړي، د ۲۰۱۱ کال له جولای میاشتې مخکې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو پیل اعلان کړی، چټک پرمختګ وکړي.

امریکايي چارواکي وايي، په سږني ژمي کې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه په بېساري ډول کم شوي دي. دوی همداراز هیله من دي، چې په راروان دوبي کې به د طالبانو فعالیتونه ډېر کمزوري وي.

د افغانستان د جنوب د څلورو ولایتونو لپاره، په ملکي چارو کې د امریکا مسوول مقام هنري انشېر وویل، حتی که په راروان دوبي کې جګړې زور هم واخلي، هغه امریکايي ماهران به خپل کار ته دوام ورکړي، چې له بیارغونې نیولې تر ترینېنګ او د مرستو ترچارو، په افغانستان کې په ملکي هڅو کې برخه لري.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه په راپور کې د کارپوهانو له قوله لیکي، چې وايي، په افغانستان کې د دولتي حاکمیت پراخول په داسې حال کې چې وسله وال طالبان دولتي مامورینو ته ګواښونه کوي او دولتي ادارې خلکو ته د اړتیاوړ خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي، د امنیت په ټینګولو کې خورا مهم رول لري.
XS
SM
MD
LG