د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

برهان الدین رباني له پاکستان سره د سولې د ګډې جرګې جوړولو خبر رد کړ


ښاغلی رباني وايي، چې دواړو هيوادونو د يوې کمېټې په جوړولو موافقه کړې څو د دوی ترمنځ هلې ځلې همغږې کړي.
ښاغلی رباني وايي، چې دواړو هيوادونو د يوې کمېټې په جوړولو موافقه کړې څو د دوی ترمنځ هلې ځلې همغږې کړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني له پاکستان سره د سولې د ګډې جرګې د جوړولو په باب خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د برهان الدين رباني په مشرۍ د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د خبرو لپاره تېره اوونۍ پاکستان ته تللي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دواړه هيوادونه موافقې ته رسېدلي، چې په راتلونکو مياشتو کې د سولې جرګه جوړه کړي خو برهان الدين رباني دا خبره ردوي، چې ګنې دواړه هيوادونه په دې برخه کې موافقې ته رسېدلي دي.

خو ويې ويل، چې دواړو هيوادونو د يوې کمېټې په جوړولو موافقه کړې څو د دوی ترمنځ هلې ځلې همغاړې (هماهنګې) کړي.

په افغانستان د سولې د عالي شورا له جوړېدو وروسته پاکستان ته دا د دې شورا د غړو لومړنۍ بهرني سفر و.

د دې شورا مشر برهان الدين رباني وويل، چې دوی به د سولې د روانو هڅو لپاره د نور ملاتړ د جلبولو لپاره نورو ګاونډيو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

ښاغلي رباني د روان ميلادي کال د مارچ په لومړي نېټه د سعودي چارواکو په بلنه د جدې سفر ته هم اشاره وکړه.

ښاغلي رباني دغه ګنګوسې ردوي او وايي، چې د سولې د عالي شورا ډېري غړي هغه کسان دي، چې په نورو رژيمونو کې يې جګړې کولې، خو اوس مهال وسلوال سولې ته رابولي:

"د سولې په پروسه کې د ټولو هغو سياسي احزابو ګډون، چې د طالبانو په ريژيم کې يې په سيمو کې ډېر جنايت شوي و، په دې معنا دی، چې ټولو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته د خونړيو جګړو شاهد نه وي.

موږ ټول بايد د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړو او د جګړې لپاره هيڅ بهانه ونه لټوو، دغه سوله د ټولو هيله او اړتيا ده."

د سولې د عالي شورا هدف، چې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو او تفاهم رامنځته کول دي، د روان کال د تلې د مياشتي په پنځلسمه نېټه د سولې د ملي مشورتي جرګې د پرېکړې پربنسټ جوړه شوه.
XS
SM
MD
LG