د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

روجیرو:د هولبروک له مړیني وروسته د امریکا په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرست ځانګړې استازي افغانستان فرانک روجیرو
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرست ځانګړې استازي افغانستان فرانک روجیرو
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرست ځانګړې استازي افغانستان ته په خپل دې سفر کې له دغه هېواد سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

فرانک روجیرو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل، چې ده په خپل دې سفر کې له ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو مهمې خبرې کړي دي.

نوموړي وویل، چې ده په دې خاطر افغانستان او پاکستان ته سفرونه کړي تر څو دا روښانه کړي چې د ریچارډ هالبروک له میړني سره سره د دې هېوادونو په اړه د امریکا پالیسۍ بدلون نه دی موندلی، ده وویل چې په دواړو هېوادونو کې د سولې د ټینګښت لپاره د دوي هڅې روانې دي:

(د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې راڅخه غوښتي وه، چی افغانستان او پاکستان ته ولاړ شم او روښانه کړم، چې د ریچارډ هولبروک په مړینی سره به هم په دغو دوو هېوادونو کې د امریکا پالیسي بدلون نه کوي او دا هم روښانه کړم، چې د امریکا د ځانګړي استازي، دفتر به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

افغانستان ته په سفر کې مې له ولسمشر کرزي او یو شمېرلوړ پوړو چارواکو سره ښې لیدنې کتنې کړي دي.)

فرانک روجیرو تر دې مخکې د هالبروک د مرستیال په توګه کار کاوه او کله، چې هالبروک مړ شو، نو دې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د سرپرست ځانګړي استازي په توګه وټاکلې شو.

ده په خپلو خبرو کې دا مسئله هم رد کړه، چې ګواکې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو جوړول غواړي او افغانستان ته له خپل دې سفر نه مخکې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د تروریزم په خلاف د روانې مبارزې په اړه خبرې کړي،هغه له پاکستاني چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه وویل:

(ځیني خبري مې چې له پاکستاني چارواکو سره در لودې، په ځانګړي ‌‌ډول، د ترهګرو د ځالو او ځایونو په له منځه وړلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د حکومت د مبارزې په اړه وې.

زما غوښتنه له پاکستان څخه داده، چی د ترهګرو ځالې چې په افغانستان کې حملې کوي په له منځه وړلو کې یي دي ډیره هڅه وکړي.)

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې هم، چې د تیر میلادي کال په وروستیو کې بیا وکتلې شوه په دې ټینګار شوې، چې پاکستان باید د تروریزم په خلاف په روانه مبارزه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

افغان حکومت تل په دې مسئلې ټینګار کړې، چې د تروریزم ځالې د هېواد له پولو بهر دي او تر هغو، چې دا مرکزونه په نښه نه شي روانه مبارزه کومه نتیجه نه ورکوي.

ځینې کتونکي بیا په دې باور دي، چې پاکستان له دې امله د تروریزم په خلاف جدي هڅې نه کوي، چې غواړي په افغانستان کې د جنګ اور بل وي او دوي زیاتې نړېوالې مرستې ترلاسه کړي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG