د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۸

کراچۍ:اسلام ته د سپکاوي په اړه قانون کې د هر ډول بدلون پر ضد لاریون


د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې پرون لسګونو زرو کسانو اسلام ته د سپکاوي په اړه قانون کې د هر ډول بدلون پر ضد مظاهره وکړه.

دغه مظاهره چې ویل کیږي، له پنځوس زرو زیاتو کسانو په کې برخه درلوده، د دغه قانون پرضد په پاکستان کې د تر ټولو لوی مخالفت څرګندونه کوي.

دا مظاهره د پنجاب ایالت د والي د ترور له پېښې د مخه تنظیم شوی وه.

د پنجاب د والي سلمان تاثیر شخصي امینتي ساتونکي په اسلام اباد کې پر هغه ډزې وکړې او د هغه له وژلو وروسته يې په محکمه کې وویل، چې سلمان تاثیر يې اسلام ته د سپکاوي په جرم وژلی دی.

د پاکستان مذهبي مشرانو د پنجاب د والي قاتل ممتاز قادري وستایه او دا برید يې د هغو کسانو لپاره د ګواښ په توګه وکاروله چې د دغه قانون خلاف څرګندونې کوي.
XS
SM
MD
LG