د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

افغانستان او پاکستان د سولې د یوې جرګې پر جوړېدو موافقه کړې


د افغانستان د سولې د عالي شورا هیات وايي، چې په دې اړه وړاندیز دوي له پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې وړاندې کړی و
د افغانستان د سولې د عالي شورا هیات وايي، چې په دې اړه وړاندیز دوي له پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې وړاندې کړی و
پاکستاني چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د یوې ګډې جرګې د جوړېدو پرېکړه له پاکستاني چارواکو سره د سولې د عالي شورا د هیات له لیدنو کتنو وروسته وشوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط پرون وویل، دواړو خواوو موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادو د استازېو په ګډون دا جرګه به په راتلونکو څو میاشتو کې جوړه شي. ده د جرګې د جوړېدو د دقیقې نېټې او ځای په اړه څه ونه ویل.

د افغانستان د سولې د عالي شورا هیات وايي، چې په دې اړه وړاندیز دوي له پاکستاني چارواکو سره په کتنو کې وړاندې کړی و. د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان حکومت تراوسه د دوي د وړاندیز په ځواب کې دوي ته رسمي خبر نه دی ورکړی:

(د استاد رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا هیات د خپلو لیدنو کتنو په ترڅ کې له صدراعظم یوسف رضاګېلاني، د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او د خیبر پښتونخوا له ګورنر، اویس احمدغني سره وکتل.)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، په پام کې ده چې ښاغلی رباني، د شنبې په ورځ افغانستان ته له ستنېدو مخکې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.

عبدالباسط همدا راز وویل، په اسلام اباد کې د سولې د عالي شورا له هیات سره د پاکستاني چارواکو په کتنه کې دا پرېکړه وشوه، چې په ترکیه کې دې د افغان طالبانو د تحریک سیاسي نماینده ګې پرانیستل شي. په ترکیه کې د طالبانو د استازي دفتر د پرانیستلو وړاندیز څو اونۍ مخکې ولسمشر حامد کرزي په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې په ګډه سرمشریزه کې وکړ.

عبدالباسط وویل، که چېرته افغانستان او ترکیه په دې اړه موافقه لري پاکستان په دې کې هېڅ ستونزه نه ویني. او زیاته یې کړه، پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستو په مقصد د افغان حکومت له هر راز هڅو سره موافق دی. ده یادونه وکړه چې دواړه هېوادونه به په سیمه کې د سولې او ثبات راوستو لپاره له یوبل سره همکاري وکړي.

د وسله والو مخالفانو دوو لویو ډلو، یعنې طالبانو او حزب اسلامي د سولې د عالي شورا طرحې رد کړي دي. فرانسپرس خبري اژانس د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له قوله لیکي چې وايي، د سولې د عالي شورا هڅې له پیله د دوي لپاره د منلو نه وې او دوي به تر هغه چې نړېوال ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي جګړې ته دوام ورکړي. احمدي د سولې د شورا جوړېدل د امریکایانو پروګرام وباله.

د سولې د شورا هیات په دې ترڅ کې د حزب اسلامي له استازو سره هم وکتل. غیرت بهیر چې د حزب اسلامي په استازیتوب یې په دې خبرو کې برخه درلوده، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل د سولې اصلي شرط دی.

پاکستان ته د سولې د عالي شورا د هیات سفر د ولسمشرحامد کرزي د حکومت له خوا د هغو هڅو په لړ کې وروستۍ هڅه ده چې غواړي له وسله والو مخالفانو سره د روغې جوړې لاره ونیسي او په داسې حال کې کېږي چې امریکا او ناټو غواړي ژر تر ژره د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي او خپل سرتېري له دې هېواده وباسي.
XS
SM
MD
LG