ګارډین:
د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د قومي مشرانو د دې ژمنې په اړه چې سخت دریځو وسله والو ته به په خپله سیمه کې د فعالیت اجازه ورنه کړي، یوه مقاله خپره کړی ده.
د ګارډین په وینا دې تعهد افغان دولت او نړیوالو ځواکونو ته هیله پیدا کړي، چې کیدای شي د افغانستان دجنوب په دغې نا ارامه سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.
ورځپاڼه د هلمند د و الي د ویاند په حواله وايي، د شوې موافقې له مخې سیمیز وسله وال به پر افغان او امریکايي ځواکونو حملې نه کوي او بهرنیو وسله والو ته به هم اجازه ورنه کړي، چې په سنګین ولسوالۍ کې فعالیت وکړي.
له دې اعلان څخه څو ورځې وړاندې د عبد الباري په نامه د طالبانو یوه قومندان له خپلو یو شمیر ملګرو سره یو ځای وسله کیښوده او د سولې له بهیر سره یو ځای شوه.
د سنګین ولسوالۍ د څاروان قلعه د کلي د اوسیدونکو په وینا په لومړي سر کې د سولې له پروسې سره د دغه قومندان یو ځای کیدل دومره مهمه نه بریښیده خو وروسته معلومه شوه، چې دا یوه مثیت ګام و، چې په سیمه کې يې د سولې د رامنځته کیدو لپاره لاره اواره کړه.
ګارډین ورځپاڼه د افغانستان د قومونو رول ته په کتنې سره زیاتوي که هغوي وغواړي، چې د وسله والو مخه ونیسي او د هغوي فعالیت ته اجازه ورنه کړي نو په دغه هیواد کې د سولې راتلل به کوم ستونزمن کار نه وي.
خو د دې لپاره لومړی باید هم دا قومونه پر افغان حکومت او پر نړیوالو قوتونو اعتماد پیدا کړي.
باسټون ګلوب:
باسټون ګلوب ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه لیکلي، چې په ۲۰۱۱ کال کې په دغه هیواد کې د امریکا جګړه دوهمې لسیزې ته داخلیږي چې په دې توګه دا جنګ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او په افغانستان کې د انګلیس دریو جګړو څخه اوږود شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا دغو هیوادونو د جنګي او سیاسي ستراتیژیو پر اساس خپل ځواکونه له افغانستان څخه وویستل خو هیڅ یو يې په دغه هیواد کې بریالیتوب ته نه دی رسیدلی.
اوس متحده ایالاتو هم له افغانستان څخه د وتلو ستراتیژی مطرح کړې ده خو د باستون ګلوب په وینا که واشنګټن په افغانستان کې د بریالیتوب په فکر کې وي نو باید د وتلو خپل مهالویش بدل کړي.
د مطلب لیکونکی وايي، که متحده ایالات په دې غور ونه کړي نو برخلیک به يې هم هغه شان وي لکه له دې نه مخکې چې د نورو هیوادونو د ځواکونو وو.