د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

سې شنبې د جنورۍ ۴ مه


نړېوالو چاپي خپرونو ډيلي ټلیګراف په خپله نننۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه ځينې مقالې او خپرونې چاپ کړي دي، چې سلطان سرور ورته کتنه کړې.

ډيلي ټلیګراف:

له پخوانیو کړکیچونو سره یو نوی کال د هغې مقالې عنوان دی چې د ډیلي ټیلي ګراف ورځپاڼې له خوا د نوي میلادي کال په مناسبت خپره شوې ده، ورځپاڼه لیکي چې د تیرکال ټول کړکیچونه سږکال ته هم پاتې شول.

ډیلي ټیلي ګراف د کوریا په ټاپو وزمه کې د وروستیو کړکیچونو او د اسیا هېوادونو ته د چین د اقتصادي ګواښ له بیان وروسته لیکي، چې په عین حال کې د امریکا جمهور رییس باراک اوباما ژمنه کړې چې د سږ کال په جولای میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ستنول پیلوي.

خو که چېرې د محلي امکاناتو ورو پر مختګ او د پاکستان له پولو د وسله والو مخالفینو تګ راتګ ته وکتل شي امکان لري چې د دغې ژمنې ترسره کول د پوځیانو له مشورو سره اړخ ونه لګوي.

ورځپاڼه لیکي: وروسته له دې چې ناټو د سږکال له جولایی میاشتې وروسته په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت درې نیم کاله نور هم تمدید کړ، داسې نه ښکاري چې دغه پوځي تړون به له افغانستانه خپل ډیر عسکر ستانه کړي.

ډیلي ټیلي ګراف په یوې بلې مقالې کې لیکي که چېرې موږ په افغانستان کې چټک اقدامات ونه کړو نو ټول هغه څه لپاره یي جنګیږو له لاسه ورکړو.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: له کلونو راهیسې په حربي پوهنتونونو کې د ناټو پوځیانوته ویل کیږي چې جنګ پرته له دې چې له بلې لارې د سیاست تعقیبول وي بل څه نه دي.

خو دغه مفهوم په افغانستان کې د یاغیانو ضد نن ورځنۍ جګړې سره سخت مطابقت لري، پوځیان له پيله په دې باور وو او دي چې نهایي حل په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې دی.

د پوځیانو دنده دا وه او ده چې نورو ته لاره اواره کړي چې د کافي ثبات او امنیت لرونکي یو افغانستان جوړ کړي .

ډیلي ټیلي ګراف وروسته دا پوښتنه مطرح کوي چې اوس چې موږ د افغانستان د جنګ لسم کال ته داخلیږو د اوضاع د توازن نقشه څه ډول یو تصویر وړاندې کوي ؟

ورځپاڼه په ځواب کې لیکي چې د افغانستان وضعیت ته لومړنی کتنه چیرته ۳۵۰ بریتانوي عسکر او تیرکال د ناټو ۷۰۰ عسکر وژل شوي یو شوم او له غمه ډک تصویر وړاندې کوي،خو په هر حال د دغه تصویر لاندې هیلې بخښوونکي نښې نښانې هم لیدل کیږي.


ډیلي ټیلي ګراف لیکي: سره له دې چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګښت په اصل کې یو سیاسي هدف دی، پوځي هلې ځلې د دغه هدف د ترسره کولو لاره اواروي او پرمختګ هم په پوځي برخه کې شوی دی.

ورځپاڼه لیکي: هغه عملیاتي کړن لاره چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال سټانلي مک کریستال ایښې او هغه د سیمو له تصفیي وروسته امنیت ټینګول او خلکو ته د ښه ژوند د شرایطو برابرول دي، دا اوس اوس نتیجه ورکوي .

ډیلي ټیلي ګراف لیکي چې جنګ د عملیاتي هنر او علمي واقعیت یو ترکیب دی، د علمي واقعیت یوه برخه داده چې د یاغیانو خلاف جنګ هغه مهال بریالي کېدای شي چې د عسکرو او د هغو خلکو د شمېر تر منځ یو توازن رامنځ ته شي چې له بد امنیو سره مخامخ وي.

ورځپاڼه د دغه مطلب په وضاحت کې لیکي چې څلورکاله پخوا ۳۵۰۰ بریتانوي عسکر په هلمند کې له سخت مقاومت سره مخامخ وو او درانه تلفات یي هم ګالل خو همدغو قواوو دوه کاله وروسته دومره کافي تجربه ترلاسه کړه چې یاغیان له سیمو لیرې کړي خو دعسکرو د کموالي له امله یي دغه سیمې نه شوای ساتلی.

خو وروسته له دې چې نورعسکر واستول شول او په افغانستان کې د بریتانوي سرتېرو شمېر ۱۰۵۰۰ تنو ته ورسېده او امریکا هم دیرش زره نور عسکر افغانستان ته ولیږل او د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمېر او امکانات هم زیات شول نو اوس افغان او بهرني ځواکونه کولای شي سیمې تصفیه او امنیت کړي.
XS
SM
MD
LG