د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

افغانان:چارواکي او م.م دې په ایران کې د وژل شوو افغانانو په اړه جدي څيړنه وکړي


تهران
تهران
د ایران په پوله کې د یو شمېر وژل شوېو او ټپي شوېو افغانانو د ویډیو او انځورونو خپرولو د دغو افغانانو د خپلوانو سخت غضب راپارولی او له افغان حکومت څخه غواړي چې په دې اړه باید پټه خوله نه شي، بلکه دغه پېښه دې په جدي توګه وڅېړي.

دل اغا وحدت چې د کاپیسا ولایت اوسېدونکی او د ایران په پوله کې په ډزو د یوه وژل شوي افغان دوست دی د دوشنبې په ورځ یې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت او ملګرو ملتونو څخه وغوښته، چې د دې پېښې جدي پلټنه وکړي، چې بیا دغه ډول عمل تکرار نه شي:

(زما غوښتنه د افغان چارواکو او د ملګروملتونو څخه همدا ده چې دغه قضیه ضرور وڅيړي او ډیری افغانان زندانیان دي او همدارنګه يي زیات يي غرغره شوي هم دي او باید جدي دا موضع حل شي.)

دغه ویډېو چې په کابل کې د ټلو نیوز شخصي تلویزیون له خوا خپره شوه، د ایران په پوله کې یو شمېر وژل شوي او ټپي شوي افغانان ښيي، چې ایراني ځواکونه ورته ولاړ دي او خاندي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدظاهر فقیري وايي، چې د دغو تصویرونو په اړه څېړنې کوي:

(هغه تصویرونه چې خپاره شوي موږ په اړه جدي څیړنې کوو او دلته سفارت مو هم همدا ویلي دي چې ډیر ژر دې په دې اړه افغان چارواکوته راپور ورکړي.)

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ په خپله وروستۍ غونډه کې، د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې له ایراني چارواکو سره د دغو انځورونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ازادۍ راډیو ته ویلي وه، چې د دې پېښې د روښانتیا لپاره یې هڅي پیل کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت چارواکو دا ویډیو ناسمه او جعلې بللې ده، خو په دغه پېښه کې د وژل شوېو افغانانو خپلوان بیا دا پېښه تاییدوي.

تر دې پخوا هم په ایران کې لسګونه افغان کډوال وژل، ټکول شوي او ان غرغره شوي هم دي، چې په افغانستان کې پراخ اعتراضونه له ځانه سره درلودل.

راپور-معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG