که څه هم په افغانستان کې د وسله والو په خلاف د ناټو روانه مبارزه نیمګړې بلل کیږي، خو دغه ځواکونه بیا وایي، چې د وسله والو په خلاف د مبارزې لپاره یي اوس کافي منابع ترلاسه کړي دي.
د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه منابع د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا دوي ته برابرې شوي، چې د افغان ځواکونو په سمبالولو کې به هم ترې کار واخیستلې شي.
جنرال بلاتز زیاته کړه، چې دوي وسله وال مخالفین په خپلو اصلي مرکزونو کې تر زیات فشار لاندې راوستي دي.
(د دې ځواکونو په زیاتوالي سره موږ توانیدلي یو چې، وسله وال طالبان او نورې وسله والې مخالفې ډلې په بېلابېلو سیمو کې له ستونزو سره مخامخ کړو چې په تیرو څو کلونو کې له دې ډول ستونزې سره نه وو مخامخ شوې.
لکه په هلمند، کندهار، ارزګان، کندز، بغلان او دا ډول نورو ولایتونو کې، خو له دې ډول فشارونو سره تاوتریخوالی هم زیات شو، چې موږ یي مخکې اټکل کړی وو، خو په ټولیزه توګه دا اقدام د ستراتیژۍ یوضروري مرحله وه.
له بده مرغه مخکې له دې چې حالت ښه شي، یو ځلي خرابیږي یعنې د حالت له ښه کېدو مخکې یو ځلي بدې راځي چې موږ د دوه زره لسم میلادي کال په وروستیو کې یي شاهدان وو.)
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د افغانستان لپاره د خپلې جنګي ارزول شوي ستراتیژۍ د اعلان په مراسمو کې وویل چې دوي د افغانستان د جګړې لپاره ډیر منابع پیدا کړي دي.
بل پلو په افغانستان کې د ناټو د ملکي برخې ویاند دومینیک میدلي،وایي چې دوه زره لسم میلادي کال له لاسته راوړنو ډک وو.
نوموړی وایي، چې په دې کال کې یي زیات شمېر وسله وال مخالفین په خپلو اصلي مرکزونو لکه کندهار او هلمند ولایتونو کې وځپل او امنیت ښه شو.
خو د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې په دوه زره لسم میلادي کال کې نړېوال ځواکونه هغومره بریالي نه وو لکه دوي یي چې یادوي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وایي نړېوال د افغان جګړې د ګټلو لپاره د منابع پرځای یوې ښې ستراتیژۍ ته اړتیا لري، چې ټولنیز، سیاسي او اقتصادي خوندیتوب ولري او د بهرنیو لاس وهنو مخه ونیسي:
(که ستراتیژي په سمه توګه په لاره واچول شي او هغه قدم په قدم عملي شي.)
په افغانستان کې د ایساف ځواکونه د ناټو په مشري له تیرو لسو کلونو راهیسي د القاعدې او وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دی، چې په دې وخت کې په یو شمېر سیمو کې امنیتي حالت خورا خراب شوې او یو شمېرامنې سیمې په نا امنیو بدلې شوي دي، خو په افغانستان کې دیره نړېوال امنیتي ځواکونه هیله څرګندوي چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو پرمهال د امنیت ټینګښت ته ډیره پاملرنه وکړي.
راپور: ذکیه غیاثي،کابل