د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پراخې هڅې پیل کړي، څو د خپلو کارکوونکو د مسلکي پوهې او وړتیاو په لوړولو سره خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه په موثر ډول پرمخ بوزي.
د دغو هڅو په لړ کې اوس اوس د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ له کورس څخه، چې د یو کال لپاره یې دوام وکړ څلور پنځوس کسه فارغ شول.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري د ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوی خپلو کارکوونکو ته دا روزنه د وخت د اړتیاو په پام کې ساتلو سره ورکوي.
هغه دا هم وویل، چې د بهرنیو چارو د وزارت کارکوونکي د دوی د پوهې او تجربې په پام کې نیولو سره ګمارل کیږي.
"د بهرنیو چارو وزارت له دې مسالې سره په زیات جدیت سره چلند کوي، د بهرنیو چارو وزارت لپاره کدرونه د دوی د پوهې او د وړتیاو په پام کې نیولو سره ګمارل کیږي. د سفیرانو ټاکل د بهرنیو چارو د وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ کیږي."
د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ د کورس دا اوولسمه دوره وه، چې په کې د دغه وزارت څلورپنځوسو کارکوونکو برخه اخستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت ځوانو ډیپلوماټانو ته دا زده کړه، د ډیپلوماسۍ د انسټیټیوټ له خوا ورکولې کیږي، چې شاوخوا پنځه پنځوس کاله مخکې یې بنسټ ایښودل شوی.
د دوی د زده کړې په موادو کې د افغانستان د اساسي قانون په ګډون د ځینو قوانیو، د بشر د حقوقو او ډیپلوماسۍ په اړه زده کړه ورکول کیږي.
د ډیپلوماسۍ د دې کورس ګډونوال هم دوی ته ورکړل شوې روزنه اغیزمنه بولي او وایي، چې د دوی په عملي کارونو کې به خورا مثبتې اغیزې ولري.
نظیفه حقپال په دې دوره کې خپله تجربه داسې بیانوي.
"د ځوان کدرونو روزنه او د ځوان کدرونو سمبالول په معاصر او مسلکي ډیپلوماټیکي اړیکو باندې، چې وکړاي شي په معاصره توګه په سیمه او نړۍ کې خپله رغنده رول ولوبوي ډېر د اهمیت وړ ده.
نو د ډیپلوماسۍ کورس یو ښه پروګرام و، چې دغه تشه ډکه شوله او موږ په سیاسي او اداري چارو کې، هم عملي او هم عملي زده تجربې له ډېرو مجربو استانو او ډیپلوماټانو څخه ترلاسه کړله."
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دوی د خپلو کارکوونکو د ښه روزلو لپاره له یو شمیر هیوادونو سره قراردادونه هم کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د ډیپلوماټانو د روزنې لپاره دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې همدا اوس داسې انتقادونه موجود دي، چې له هیواده بهر د افغانستان په سیاسي دفترونو کې کدرونه د پیژندګلوۍ او اړیکو له مخې ټاکل کیږي.
خو د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبرې بې بنسټه بولي او وایي، چې د دې وزارت ټول کارکوونکي د هغوی د وړتیاو او پوهې په پام کې ساتلو سره ګمارل کیږي.