د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۲

د عدلیې وزارت په ایران کې د اعدامیانو د کره شمېر په معلومولو کې پاتې راغلی


د ښاغلي غالب په وینا په ایران کې شپېته سلنه افغان بندیان د نشه توکو د قاچاق په نور نیول شوي.
د ښاغلي غالب په وینا په ایران کې شپېته سلنه افغان بندیان د نشه توکو د قاچاق په نور نیول شوي.
د افغانستان د عدلیې ورازت دا ومنله، چې له زیاتو هڅو سره سره نه دي توانیدلي، چې له ایران څخه د اعدام شویو افغانانو په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب، چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې د ایران د عدلیې وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې اوس مهال په ایران کې شاوخوا پنځه زره افغانان بندیان دي، چې په سلو کې شپیته یې د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکیل بلل شوي دي.

ښاغلي غالب وویل، که څه هم دوی له ایراني چارواکو څخه د افغانانو د اعدام د کره شمیرې په ترلاسه کولو کې پاتي راغلي، خو د ده په وینا ایرانیانو په اعدام د محکمو افغانانو په اړه په رسنیو کې خپاره شوې شمیرې په کلکه رد کړې.

"د اعدامیانو په اړه باید ووایم، چې له زیاتو هڅو سره سره موږ و نکړای شول، چې د اعدامیانو کره شمیره ترې واخلو، خو دوی هغه راپورونه، چې ویل یې درې زره کسان په اعدام محکوم دي په کلکه رد کړل. دوی ویل، چې دوی په ټول ایران کې د ایرانیانو او نورو بهرنیانو په ګډون دومره اعدامیان نه لري."

خو ښاغلي غالب دا و نه ویل، چې له ایراني چارواکو سره د دغو اعدامونو د درولو لپاره کومې موافقې ته رسیدلي او که څنګه.

په ایران کې د افغانانو د اعدام په اړه لومړي اعتراضونه د افغانستان په ملي شورا کې وروسته له هغې پورته شول، چې د روان کال په لومړیو کې د یو شمیر اعدام شویو افغانانو مړي د هیواد لویدیځ ته انتقال شول.

که څه هم افغان چارواکو د دې ستونزې د هواري لپاره څو څو وارې خپل پلاوي تهران ته واستول، خو د ورکړل شویو رپورټونو له مخې د افغانانو د اعدام لړۍ لا هم روانه وه.

که څه هم په هیواد کې یوه اساسي غوښتنه دا ده، چې په ایران کې موجود ټول افغان بندیان باید د بندیانو د تبادلې د یو تړون له مخې هیواد ته را انتقال شي، خو د عدلیی وزیر ددې مسالې په اړه کوم څرګند ځواب ورنه کړ.

خو د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې له تاجکستان سره بیا دوی د بندیانو د تبادلې په برخه کې ښه تفاهم لري.

د عدلیې وزیر وویل، چې اوس اوس له دغه هیواد څخه څه باندې درې سووه افغان بندیان هیواد ته انتقال شوي.

"د درې سووه څو کسانو په شاوخوا کې وو، چې زه یې په شمیر په سمه نه پوهیږم، دوی د نشه یي توکو د کار وبار په جرم په تاجکستان کې بندیان شوي وو او د محکمې وروستۍ پریکړه هم پرې صادره شوې وه.

خو د بندیانو د تبادلې د تفاهم لیک له مخې زموږ یو پلاوی ورغلو او د دوی دوسیې یې ترتیب او افغانستان ته یې انتقال کړل."

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې دغه بندیان، چې اکثره یې د هیواد د شمالي سیمو اوسیدونکي وو، د هیواد د شمال زندانونو ته استول شوي او پاتې یې نورو سیمو ته.

کتونکي له تاجکستان سره د بندیانو د تبادلې دې تفاهم لیک ته په پام سره غواړي، چې له ایران سره هم باید ورته تفاهم موجود وي او دغه هیواد پرې نښودل، چې په افغانانو د خپلو جزایي قوانینو له مخې حکم صادر کړي.

خو افغان چارواکو لا په څرګند ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، چې له ایران سره هم د داسې کوم تړون امکان شته او که څنګه؟
XS
SM
MD
LG