د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

تاحکستان کې پر افغان او تاجکي زده کوونکو په ایراني ښوونځي کې بندیز لګول شوی


په دوشنبې کې د ایران سفیر، علي اضغر شیردوست بیا ازادي راډیو ته وویل، هغه د تاجکستان د پوهنې د وزارت پر پریکړي متاسف دی.
په دوشنبې کې د ایران سفیر، علي اضغر شیردوست بیا ازادي راډیو ته وویل، هغه د تاجکستان د پوهنې د وزارت پر پریکړي متاسف دی.
د تاجکستان د پوهنې د وزارت ویاند نویل شاه نورعلیف ازادي راډیو ته وویل، د تړون له مخې، چې د تاجکستان او د ایران د سفارت تر منځ لاسلیک شوی، یواځې د ایراني ډیپلوماټانو ماشومان او هغه ایرانیان چې په تاجکستان کې اوسي کولی شي، چې په دې ښوونځي کې سبق ووایي.

نورعلي یف زیاته کړه، په دې ښوونځي کې د زده کونکو شمیر له ټاکلي ظرفیت څخه ډیر لوړ دی. خو په دوشنبې کې د ایران سفیر، علي اضغر شیردوست بیا ازادي راډیو ته وویل، هغه د تاجکستان د پوهنې د وزارت پر پریکړي متاسف دی.

سفیر زیاته کړه، د مقدماتي قرارداد له مخې تاجک او افغان زده کونکي کولی شي، چې په یاد شوي ښوونځي کې شامل شي.

"اوس د تعلیمي کال منځ دی، مونږ غواړو چې دوی اوس خپلې زده کړې تمامې کړي او بیا کال ته په دوشنبې کې د تاجک ایران په نړیوال ښوونځي کې زده کړو ته دوام ورکړي. ټاکل شوې چې دا نړیواله تعلیمي اداره راتلونکي کال د زده کونکو په مخ خلاصه شي."

شیردوست وویل، ډیر شمیر ویستل شوي زده کونکي به په تاجک ښوونځیو کې مشکلات ولري، ځکه دوی یواځې په فارسي الفبا باندې زده کړې کړې دي.

ایراني مقامات وايي، دوی په څه باندې پینځه پنځوس هیوادونو کې ورته ښوونځې لري او دا یواځې تاجکستان دی، چې دې ښوونځې کې د تاجک زده کونکي د شاملیدو مخه نیسي.

شاوخوا نوي تاجک او یو نیم سل افغان زده کونکي اوسمهال د دوشنبې په ایراني ښوونځې کې زده کړې کوي.

ځیني کارپوهان د تاجکستان د پوهنې د وزارت دې فیصلې ته په اسلامي هیوادنو کې له اسلامي مدرسو د تاجک زده کونکو د راګرځیدو سره ارتباط ورکوي.

تاجک زده کونکي د تیر اګست او سبتمبر میاشتو په موده کې د اسلامي هیوادنو له مدرسو وروسته تر هغه وتل پیل کړل، چې ولسمشر امام علي رحمان وویل، هغه شاګردان چې غیر قانوني مدرسو ته ځې ډیر ځله د بنسټ پالو تر اغیز لاندي راځې.

امام علي رحمان د زده کونکو پر پلرونو او میندو ټینګار وکړ، چې بیرته دې خپل بچیان تاجکستان ته وغواړي. تر هغې وروسته څه باندې زر تاجک زده کونکي د مصر، پاکستان، ایران او نورو اسلامي هیوادنو له مدرسو بېرته خپل هیواد، تاجکستان ته ستانه شوي دي.
XS
SM
MD
LG