د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

افغان ټایګر شرکت:که زموږ غږ وانه وریدل شي نو مسله به نړېوالو محکمو ته وړاندې کړو


د دې شرکت رئیس حاجي شاه اغا سخي زاده
د دې شرکت رئیس حاجي شاه اغا سخي زاده
په کابل کې د هغه افغان سوداګریز شرکت چارواکي، چې دوه کارکوونکي یې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شول، وايي، د افغانستان له عدليي او قضايي ارګانونو یې غوښتي چې د دغه برید په اړه څیړنه وکړي او عاملين یې محاکمې ته را کاږي .

افغان ټایګر شرکت د کابل په څلورمې ناحیې پورې اړوند د لب جر په سیمه کې مرکزونه لري چې چارواکي یي وايي د ودانیزو چارو په ګډون بېلابېل فعالیتونه کوي.

د دې شرکت رئیس حاجي شاه اغا سخي زاده په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې که افغان ارګانونه یې غږ وانه وري نو مسئله به نړېوالو محاکمو ته وړاندې کړي:

(خپلې عریضې مو د جمهوري ریاست محترم مقام، سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته په رسمي توګه ورکړي دي، چې دا پېښه دې وڅیړل شي او محاکمې ته راکش شي، که پایله یې ورنه کړه، موږ ښايي دا نړېوالې محکمې ته وکاږو، زموږ دعوا ښايي په نړېواله سطحه واوسي.)


په دغه افغان سوداګریز شرکت د تیرې جمعې په شپه نیوزیلنډي ځواکونو برید وکړ، دوه ساتونکي یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

ایتلافي ځواکونو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې په دغه مرکز کې په کابل کې د امریکا پر سفارت د بریدونو پلان جوړېده او د عملیاتو په وخت چاودیدونکي مواد هم نیول شوي.

د شرکتونو چارواکي دغه تور ردوي او وايي ایتلافي ځواکونو په دې اړه هیڅ ډول شواهد نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه برید له افغان ځواکونو سره په همغږۍ نه دی شوی او په اړه یې تحقیقات روان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري خبریالانو ته وویل، چې د دې پېښې په ارتباط د پولیسو دوه لوړ رتبه مسئولین هم له دندو ګوښه شوي دي:

(هم نړېوالو ځواکونو دغه عملیات د طرزالعمل پر خلاف کړي دي او یو افغاني واحد هم چې د دغو ځواکونو تر شا و، خو په عملیاتو کې ښکیل نه و، دغه کار د طرزالعمل پر خلا ف کړی دی.

له همدې امله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ د یوه جنرال دنده چې د افغانستان د پولیسو د ځانګړو قطعاتو مسئولیت پر غاړه لري، وځنډوله او خپله یې د تحقیق لپاره وړاندې شو.)

نوموړي وویل، چې له جرایمو سره د مبارزې د ریاست یو ډګروال هم له دندې ګوښه شوی او تحقیقات ترې روان دي.

د افغان ټایګر شرکت چارواکي وايي، چې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته خپله ایتلافي ځواکونو ورسره ومنله چې د ناسمو معلوماتو پر اساس یې برید کړی او بخښنه یې هم وغوښتله.

په کابل ښار کې دا د بهرنیو ځواکونو د خپل ډول لومړني عملیات و، چې د خلکو اندیښنې یې راپارولي دي.

که څه هم په نورو ولایتونو کې د نړېوالو ځواکونو له خوا د ملکي خلکو د وژل کېدو له اکثرو پېښو وروسته د پېښې د عاملینو د محاکمې غوښتنې شوې خو تر اوسه پورې د دغو ګڼ شمېر پېښو هیڅ کوم عامل هم نه دی محاکمه شوی.
XS
SM
MD
LG