د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

د ماليي وزارت پر وارد شوېو موټرو محصول زیات کړ


د افغانستان د مالیي وزارت وایي، چې د موټرو پر وارداتو د محصول د زیاتولو اساسي هدف هېواد ته د موټرو د واردېدو کنټرول دی.

د دغه وزارت ویاند عزیزشمس له ازادۍ رادیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې له دې پریکړې سره هڅه کوي چې په هېواد کې د چاپیریال د لا ککړتیا مخه ونیول شي او ترافیکو ستونزې راکمې کړی.

ښاغلي شمس د موټرو په وارداتو د محصول د زیاتولو په اړه د نورو معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وویل:

(پخوا به چې له کومو موټرو څخه شپاړلس فیصده محصول اخیستل کېده اوس ترې پنځه ویشت فیصده اخیستل کیږي او له کومې لکسو موټرو څخه چې پنځه ویشت فیصده محصول اخیستل کېده وروسته له دې ترې څلویښت فیصده اخیستل کیږی، غواړو په دې اقدام سره هېواد ته د موټرو په وارداتو کې کموالی راشي.)

ښاغلي شمس زیاته کړه، له تېرو شاوخوا نهو کلونو راهیسي ، پرته له دې چې د ښارونو سړکونه او د لوېو لارو ظرفیت په پام کې ونیول شي، هېواد ته په زرګونو ډول ډول موټر وارد شوي چې تر ډیره ځایه یي د خلکو ورځني فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

د مالیي د وزارت چارواکي وایي، په دې اقدام کې د دولت د عواېدو په نسبت، د خلکو د ستونزو اوارئ ته زیاته پاملرنه شوې ده.

خو د موټرو واردوونکو وایي چې د دولت نوی اقدام کولای شي، د موټرو په واردولو کې کموالی راولي، د کابل ښار ېو تن موټر خرڅوونکی محمد خالد وایي:

(اوس به ډیر واردوونکي زړه ښه نه کړي چې موټر وارد کړي، زما په نظر که زاړه موټر له ښاره راټول کړي، دا به ښه وي.)

خلک وایي یوازې د کابل ښارنه بلکه د ولایتونو په ښارونو کې هم د موټرو زیاتوالی خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

سره بیره پر دې زاړه موټر بله ستونزه ده، چې ښارونه پرې ډک او لوګو یي خلک په ناروغیو اخته کړي دي، خلک د نوېو موټرو په پرتله د زړو موټرو له وارېدیدو سره مخالفت ښيي.

راپور-خان محمد سیند،کابل
XS
SM
MD
LG