د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

کابل کې دوه کسان د امريکا پر سفارت د برید په شک وژل شوي


ایساف له پېښې وروسته ویلي و، چې دا مسله د ملي امنیت په ادارې یا استخباراتو پورې تړلې
ایساف له پېښې وروسته ویلي و، چې دا مسله د ملي امنیت په ادارې یا استخباراتو پورې تړلې
د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وايي، چې دوي په کابل ښار کې دوه سخت دریځې وروسته له دې ووژل چې یې په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې غواړي د امریکا پر سفارت حمله وکړي.

د ناټو ځواکونو د پنجشنبې په ماسختن د کابل ښار د څلورمې حوزې په لب جر کې د یوه خصوصي امنیتي شرکت پر مرکز برید وکړ، د دې کمپنۍ دوه افغان ساتونکي يې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د ایساف ځواکونو ویاند له پېښې وروسته ویلي و، چې دا مسله د افغانستان د ملي امنیت په ادارې یا استخباراتو پورې تړلې ده، خو ناټو د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه، چې دا عملیات د امریکا سفارت ته د ورپېښ خطر په اړه د باوري معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته د نړېوالو او افغان ځواکونو له خوا په ګډه ترسره شول.

فرانسپرس خبري اژانس د ناټو له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله وايي، چې ایساف دا عملیات له افغان ځواکونو سره په ګډه کړي، خو د کابل پولیس او د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوي پر هیڅ هم نه دي خبر.

ناټو همدا راز وايي، هغه کسان چې وروسته ووژل شول د دوي پر ځواکونو د سپکو وسلو ډزې کړې وې او درېم کس یې له تښتېدو وروسته نیول شوی دی.
XS
SM
MD
LG