د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

ملي امنیت:په دې وروستیو کې مو ۲۰ تروریستي ډلې نیولي


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې له تروریستي ډلو سره تړلې یو شمېر داسې کسان یي نیولي، چې د کابل په چاودنو کې یي لاس درلود.

د ملي امنیت د ریاست ویاند سید انصاري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې نیول شوي تر ډیره هغه کسان دي، چې وسله والو ډلو ته یي چاودیدونکي مواد او امکانات برابرول.

د ده په وینا دغو کسانو د ټرانسپورټ وزارت او د هندیانو میلمستون مخې ته په شوېو بمي حملو کې ښکیل وو:

“د ملي امنیت د عمومي ریاست د کار کوونکو د نه ستړي کېدونکو هڅو په جریان کې، ځینې هغه ډلي چې غوښتل یې په کابل، پروان او هرات ولایتونو کې مو ترهګریز فعالیتونه کولو مخکې نیولي دي.

د دغو ډلو په نیولو سره موږ وکولای شوای چې د زړه خوړونکو پېښو مخنیوی وکړو.”

ښاغلي انصاري وویل، چې په نیول شوو کسانو کې یې د ملا انور په نوم د وسلوالو طالبانو مهم قومندان چې په میدان وردګو ولایت کې یې فعالیت کاوه نیولی او پر ده دا تور وو چې د کابل غزني پر لاره یې پر اکمالاتي کاروانونو حملې کولې.

ده وویل، بل کس یې د روح الله په نوم نیول، چې غوښتل یې د کابل له شمال د کوه صافي له سیمي څخه د ارګ ماڼۍ او د امریکا سفارت په راکیټونو وولي، د ملي امنیت ریاست وايي، په لږو امکاناتو خورا ډیرې لاسته راوړنې لري:

“افغانستان ته د پولي له ها غاړې د ترهګرو راتلل، هر امنیتي ځواک چې له دغه ډول چیلنجونو سره مخ شي، دښمن له دغه حالت څخه ګټه اخلي.

هغه لږ امکانات چې افغان امنیتي ځواکونه یې لري، ښايي لاسته راوړنې یې، چې د تروریستانو ځپل دي، د نورو هېوادونو له دغه ډول ارګانونو څخه ډيرې وي او کېدای شي هغو یې مخنیوی ونه کړي.”

د ملي امنیت ریاست چارواکي وایي، چې نیول شوي کسان به د هېواد عدلي او قضایي ادارو ته وسپارلې شي.

د ملي امنیت چارواکي د دغو کسانو د نیولو خبره په داسې حال کې کوي، چې ویل کيږي په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه ډیر شوي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو ډلو سمبالول او په افغانستان کې د هغوي تنظیمول تر سرحدونو له د باندې مرکزونو څخه کیږي.

افغان ولسمشر کرزي هم څو ځلي له نړېوالو غوښتي چې د ترهګرو ځالې تر افغانستان دباندې له منځه یوسي.

راپور-معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG