په افغانستان کې د پوهنې د پراختیا او د هغې د کیفیت د لوړولو لپاره د مرستندوېو هېوادونو د مرستو په لړ کې، جرمني د پوهنې له وزارت سره د اتلس میلیونو یورو مالي مرسته اعلان کړه.
د مرستې تړون د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د پوهنې د وزیر فاروق وردک او د جرمني د مرستیال سفیر تامس زینسن ترمنځ لاسلیک شوه.
فاروق وردک وویل، چې دا مرسته به تر ډیره ځایه په هېواد کې د ابتدایي زده کړو د کمیت او کیفیت د لوړولو په لاره کې ولګول شي:
(دا مرسته به په هېواد کې د لومړنیو زده کړو لپاره ځانګړي شي، لومړنې زده کړې د پوهنې بنیاد دی او غواړو دا بنیاد غښتلی کړو.)
د پوهنې وزیر وویل، پلان لري چې په دې مرستو په هېواد کې د ابتدایي زده کړو ټول سیستم ته، له زده کوونکو نیولی، د دوي تر کتابونو، درسي موادو، ښوونکو او ښوونځیو پورې، ټولو ته زیاته پاملرنه وکړي.
په افغانستان کې د جرمني مرستیال سفیر تامس زهینسن وویل، چې دوي به د افغانستان د پوهنې له سیستم سره، پر اوسنی مرستې سربیره په راتلونکي کې هم مالي او تخنیکي مرستې وکړي:
(موږ به د افغانانو تر مشری لاندې د دې هېواد د زده کړو سیستم ته ډیره پاملرنه کوو او هر ډول مالي او تخنیکي مرستې به ورسره جارې وساتو.)
د افغانستان د مالیي وزارت وایي، د جرمني اتلس میلیوني مرسته به په مستقیمه توګه افغان دولت ته وسپارل شي او د پوهنې د وزارت په انکشافي بودیجه کې شامله شي.
جرمني تیره اوونۍ اعلان کړې و چې په راتلونکي کال کې د افغانستان د بیارغاونې له مختلفو پروژو سره څلورسوه میلیونه یورو مرسته وکړي.
خو خلک وایي، اوس هم په هېواد کې داسې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري او داسې نجونې او هلکان هم شته چې، ښوونځي ته د تګ اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي.