د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

په جلال اباد کې د ګڼ مېشتو سيمو بازارونه تړل شوي دي


نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ګڼ مېشتو سيمو دوکانونه په دې موخه تړل شوي، چې دغه ښار ته د سولې د عالي شورا مشر استاد رباني د يو هئيت په مشرۍ ورځې او په يوې غونډه کې ګډون کوي.

د دغه ښار يو شمېر دوکانداران په دې اړه له امنيتي پوليسو شکايت کوي، چې د دوي دوکانونه يي تړلي دي.

د عبېدالله په نامه يو وايي: استاد برهان الدين خو د افغانستان سياسي حالاتو ته همومره مهم شخص نه دى، لکه څومره چې يې په راتګ خلکو ته ستونزې جوړېږي.

ده وويل: د سولې د عالي شورا د مشر په راتګ زموږ د دوکانونو په يوه ورځ بندېدو سره لکونه تاوان را رسېږي.

خو د ننګرهار د پوليسو وياند حضرت محمد زمرى وايي: دوي ته همدغسې امر شوى چې نن د جلال اباد ښار په ګڼ مېشتو سيمو کې دوکانونه وتړي.

ده وويل: دا د پوليسو دنده ده، چې په دغه سې حالاتو کې خپل امنيتي تدابير کلک کړي.

راپور- محمد داود وفا،جلال اباد
XS
SM
MD
LG