د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې د تیاتر په لاره کې پراته خنډونه لري کړي او دغه هنر لا غښتلی کړي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، له دې سره چې مالي امکانات نه لري، خو د تیاتر هنر د ښه والي لپاره د دوي هڅې روانې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین وايي، د هنرمندانو پرمختګ، کمزوری اقتصادي حالت تر پښو لاندې کوي:
“زموږ په طرحه کې ده، هغه څه چې مو له وسه کیږي د دې ښکلي هنر د غښتلتیا لپاره به یي وکړو، په هره دوره کې چې هنر ځلا لرلې ده، دغه ځلا د مادیاتو تر پښو لاندې وه، کله چې هنرمند د کور کرایه ونه لري، کوچنی یې ناروغ وي د ډاکتر لپاره پیسه ونه لري، نو څنګه له هغه څخه دا هیله ولرو، چې راشه او ښهه کار وکړه.”
مخدوم رهین وايي، د هنر او تیاتر د ودې لپاره دغه ډول سېمینارونه ګټه ور بولي، د تیاتر په دغه ملي دوه ورځني سمینار کې، ټاکل شوې په افغانستان کې د تیاتر پر حالت، خنډونه او راتلوونکي خبرې وشي.
بل خوا ځیني هنرمندان چې په دغه سېمینار کې یې ګډون کړی، د تیاتر په لاره کې د مالي امکاناتو له نه موجودیت څخه اندېښمنه دي، خو په دې باور دي چې په وروستیو څو کلونو کې تیاتر ښه پرمختګ کړی دی،په دې اړه دوه تنه افغان هنرمندان داسې وايي:
“ البته هغه وخت تیاترونه ډیر غټ وه، هنرمند هم قدر او عزت درلوده، خو زموږ نننۍ تیاتر چې څومره دي هم ډیر دي.
اوس د تیاتر حالت مخ پر ښه کېدو دی، په دې خاطر چې با استعداده ځوانانو، چې هنرونو پوهنځي یي ویلي، په دغه لاره کې کار کوي، نو په دې خاطر زه احساس کوم چې تیاتر وده کوي.”
ځیني افغان هنرمندان پر دولت انتقاد کوي، چې هنر او هنرمند ته هیڅ ډول پام نه دی شوی، د دوي په باور چې اصلي افغاني موسيقۍ، ډرامې، انځورګری او نورو ښکلو هنرونو ته نه یوازې چې پام نه کیږي، د له منځه تلو او هیرېدو خطر یې هم موجود دی.
افغان هنرمندان د دولت تر څنګ له افغاني رسینو څخه هم ګیله لري، چې د خپلو ملي هنرونو پر ځای د پردېو هېوادونو ډرامو، موسیقۍ او هنرونو ته په افغانستان کې وده ورکوي.
راپور- معصوم میوند،کابل