شیکاګو ټریبیون:
شیکاګو ټریبیون لیکي، په دې ارزونه کې د افغانستان د جګړې په اړه یو څه خوشبیني لیدل کیږي او ښکاري، چې اوس د جګړې مخ په بله اوښتی.
د ورځپاڼې په لیکنه، دا ښايي یو شمیر امریکایانو ته چې د افغانستان له جګړې ستړي شوي، د خوشبینۍ سبب شي خو په اصل کې امریکا په دې جګړه کې چندان بری نه دی ترلاسه کړی.
شیکاګو ټریبیون لیکي، په پاکستان کې لا تراوسه هم د تروریستانو ځالې شته او له هغه ځایه د افغانستان حالاتو ته ګواښ پيښوي. القاعده لا هم په سیمه کې یو تروریستي ځواک دی، وسله وال طالبان پریکنده ګامونه اخلي او سرچینې هم لري.
شیکاګو ټریبیون وايي، د امریکا حکومت په سیمه کې یوازې یو متحد لري، چې د ښاغلي کرزي حکومت دی او هغه هم د اتکا وړ نه دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، که څه هم په پاکستان کې په ځيني ځایونو کې د وسله والو افراطي ډلو په ضد عملیات پيل شوي او ښايي ځیني پرمختګونه هم شوي وي خو د افغانستان په څير دلته هم د بریالیتوب معیارونه نه دی څرګند شوي.
شیکاګو ټریبیون وايي، ۹ کاله ډير وخت دی او دا چې امریکايي مقامات په دې اوږده جګړه کې د پرمختګ خبره کوي، ښايي ځیني خلکو ته د امید یوه دریڅه ښکاره کړي خو دا حقیقت چې جګړه لاهم روانه ده نه شي پټولای.
ګارډین:
د بریتانیا ګارډين ورځپاڼې هم تقریباً په ورته موضوع تردې عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې، چې "په افغانستان کې د امریکا د پوځي قدرت د پراختیا سیاست له سقوط سره مخامخ شوی دی."
ګارډین لیکلي چې په دې طرحه کې ۲ ډيرو مهمو کسانو لاس درلود، چې هغه یو په افغانستان کې د امریکا د ځواکونو پخوانی عمومي قوماندان و او دوهم سیمې ته د امریکا پخوانی ځانګړی استازی و.
دوی دواړه په ستونزو خبر وو او په افغانستان کې یې د دې هیواد د عسکرو د زیاتولو ستراتیژي طرحه کړې وه خو دا دواړه نور نشته.
جنرال سټنلي مککرېستل له دندې لرې شو او د ریچارډ هولبروک زړه ودرید.
ګارډين لیکي، د دې ستراتیژۍ دوه عمده ستنې نه شته او په داسې حال کې چې هغوی عملا بریالیتوب ته نه وو رسیدلي نوله نورو څرنګه په دې برخه کې د پرمختګ تمه کیدای شي.
ورځپاڼه وايي، که چیرې امریکا د افغانستان په حکومت کې د مثبتو تغیراتو لپاره لاره هواره کړې وای، د بیلګې په ډول اداري فساد یې له منځه وړې وای، نو زیاتو افغانانو به نن د حکومت ملاتړ کاوه. د خلکو پراخ ملاتړ د امید یوه دريڅه پرانیستلای شوای.
خو د ورځپاڼې په لیکنه د امنیت ټینګول، د قانون حاکمیت او د عدالت تامین چې د افغانانو د ذهنیت او ملاتړ د خپلولو د هڅو عمده برخه ده، حتی په ابتدايي بڼه هم په دې هیواد کې نشته.