د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۳

سپینه ماڼۍ د افغانستان د جنګ د ارزیابۍ کلنی راپور خپروي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ارزیابۍ د رپوټ له خپرولو مخکې نن سې شنبې له خپلو امینتي سلاکارانو سره روستۍ غونډه کوي. د سپینی ماڼۍ ویاند رابرت ګیبس د دغې ارزیابۍ په اړه د دوشنبې په ورځ وویل چې موږ په ځینو برخو کې بریاوې او پرمختګ لرو خو په ځینو نورو کې له ستونزو سره مخامخ یو.

ده وویل، چې موږ د امنیت او ادارې په برخه کې له چیلنجونو سره مخامخ یو.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پيټریوس وایي، چې صبر او حوصله په کار ده، دیرش زره نوي امریکایي عسکر او د ناټو لس زره عسکر څلور میاشتې مخکې افغانستان ته رسیدلي او د دوي د فعالیت نتایجو ته باید انتظار وایستل شي .

د امریکا ولسمشر یو کال مخکې افغانستان ته دیرشو زرو نوېو عسکرو د لیږلو امر وکړ، دغه ځواکونه د دې لپاره افغانستان ته ولیږل شول چې وسله وال طالبان د جنګ په ډګر کې کمزوری کړي،خو د نوېو سرتېرو د لیږلو سره سره بیا هم د افغانستان په جنګ کې تر اوسه د امریکایانو قاطع بری نه لیدل کیږي.

د اسوشیتد پرېس خبري اژانس رپوټ زیاتوي، چې په داسې حال کې چې ناټو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د وسله والو مخالفینو کلکې اډې نیولي دي، دوي د هېواد په شمال او لویدیځ کې نوې جبهې پرانیستي او په ختیځ کې یي هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی .

په عین وخت کې د عسکرو له زیاتوالي سره د تلفاتو شمېر هم اوچت شوی، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ۴۷۲ امریکایي سرتېرو په ګډون ۶۸۰ نړېوال عسکر وژل شوي دي.

سلګونه ولسي افغانان هم اکثریت د وسله والو طالبانو د بریدونو په نتیجه کې مړه شوي دي.

له پولي پورې غاړه په قبایلي سیمو کې د مخالفینو د اډو د له منځه وړلو عملیاتو هم محدود پرمختګ کړی دی.

د افغانستان حکومت چې پراخ اداري فساد په کې لیدل کیږي په دغه هېواد کې د امریکا د جنګي کمپاین یو کمزوری رکن ګڼل کیږي.

اوس ډیر افغانان ګمان کوي چې د ژمي د واورو له ویلي کېدو سره به وسله وال طالبان د افغانستان په جنوب کې خپلو اډو ته بیا ستانه شي .

د صادق دوتاڼي په نامه د مارجې یو بزرګر د اسوشیتد پرېس خبري اژانس ته ویلي دي، چې د دې پوښتنې ځواب چې طالبان به بیرته راشي او که نه په پسرلي کې څرګندیږي، خو دي فکر کوي چې هو دوي به بیا سیمې ته راشي او دا ځکه چې معمولا د پسرلي له راتګ سره طالبان هم سیمي ته راځي او خپلو فعالیتونو ته زور ورکوي.

شاوخوا دیرشو اکادیمیکو شخصیتونو، کارپوهانو او هغو کسانو چې په افغانستان کې کار کوي تیره اونۍ د امریکا ولسمشر ته په یو سر خلاصی لیک کې وویل، چې د افغانستان وضعیت نسبت تیر کال ته ځکه ناوړه شوې دی چې طالبانو خپل فعالیتونه پراخ کړی دی.

دوي ویلي دي، چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت له نیمګړتیاوو او د نړېوالو ځواکونو له غلطیو په استفاده خپل فعالیتونه او نفوذ پراخ کړي.

له ښارونو بهر سیمو کې کار اوس ډیر مشکل شوی دی او د افغانستان په لارو او سړکونو هم تګ راتګ مشکل دی.

بل خوا افغان ولسمشر حامد کرزي له هغو وسله والو مخالفینو سره تماسونه نیولي دي، چې سوله غواړي خو د سولې رسمي خبرې اترې تر اوسه نه دي شوي .
XS
SM
MD
LG