د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

کارپوهان:خصوصي سکتور د بې کاری د رامنځته کېدو لامل شوی


سوداګر وايي،چې په خصوصي سکتور کې د اداري فساد ډېرېدل، د دې لامل شوي، چې دغه بهیر د سوداګرو او خلکو په ګټه نه وي.
سوداګر وايي،چې په خصوصي سکتور کې د اداري فساد ډېرېدل، د دې لامل شوي، چې دغه بهیر د سوداګرو او خلکو په ګټه نه وي.
یو شمېر سوداګر او اقتصاد پوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د دولتي تصدیو او فابریکو خصوصي کېدل د دې لامل ګرځیدلي چې ډیر شمېر خلک خپل کارونه له لاسه ورکړي او بې وزلي زیاته شي.

یو شمېر خلک په دولت انتقاد کوي، چې د افغانستان په څیر بې وزله هېواد کې د دولتي تصدیو خصوصي کېدل او د ازاد بازار رامنځ ته کول، خلکو ته د بې کارۍ جدي ستونزې را ولاړې کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان سوداګر وايي، چې د دولتي تصدیو په خصوصي کېدو کې صداقت او شفافیت نشته.

دغه سوداګر وايي،چې په خصوصي سکتور کې د اداري فساد ډېرېدل، د دې لامل شوي، چې دغه بهیر د سوداګرو او خلکو په ګټه نه وي.

د نورزاد ګروپ د شرکت مسوول حاجي ګل احمد وايي، چې ډېر کله خصوصي سکتور د شخصي مصلحتونو او ګټو پر اساس رامنځ ته کیږي:

"زما په نظر خصوصي سکتور کې چې صداقت او شفافیت وي، ډېر ښه دی، خو بدبختانه، چې زموږ په ادارو کې رښتینولي نشته او اداري فساد تر دې حده پراخ دی، چې اعتماد ته ځای نه دی پاتې شوی.

د نن ورځې خصوصي سکټور د پټو شخصي معاملو له مخې کیږي، د سوداګرو تولیدات او امکانات د دولت په پرتله ډېر دي، ځکه، چې دولت په پوځي او سیاسي برخو کې مصروف دی او سوداګر کولای شي، چې غوره تولیدات بازار ته وړاندې کړي."

خو د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، چې خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ډېر کارونه شوي.

د دغه وزارت ویاند صدیق امرخیل وايي، چې د اقتصاد وزارت په یوه ستراتیژیک پلان کار کوي، چې له هغې څخه یوازینی هدف د خصوصي سکتور ملاتړ دی:

"موږ په یوه ستراتیژیک پلان باندې کار کوو چې کار تقریبا پای ته رسیدلی او وزیرانو شورا ته ورځي او هغه نه وروسته موږ د ټول هېواد په کچه یو اقتصادي بورد جوړو چې په دې کې یو شمېر هېوادونو ژمنې کړي دي څو خصوصي سکتور تقویه کړو."

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور لپاره شرایط برابر نه دي او دولت باید دولتي تصدۍ خصوصي برخوته نه وې سپارلې.

دغه کارپوهان وايي، چې خصوصي سکتور یوه قوي او پیاوړي حکومت ته اړتیا لري او تر اوسه افغان حکومت دغه توان نه لري.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد سید مسعود وايي، چې حکومت لومړی باید د خصوصي سکتور د فعالیت لپاره شرایط برابر کړي :

"خصوصي سکټور ډیر ښه او مناسب نظام دی، خو د پلي کېدو له پلوه وخت ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې تر اوسه شرایط ورته موجود نه دی.

اول باید دولت تقویه شي، دولت له خصوصي سکټور څخه ملاتړ وکړي، د مالي سرچینو، د بهرنی سوداګرۍ پر وړاندې د ګمرکي محصولاتو له پلوه،د مالیاتي معافیتونو څخه او د مارکېټینګ، اداره، رهبري او نورو برخو کې يي دې ملاتړ وکړي، تر څو خصوصي سکټور په خپلو پښو ودريږي، هغه وخت به خصوصي سکټور اماده وي او کولای شي، چې د ملي اقتصاد رهبري وکړي."

د ښاغلي مسعود په خبره په افغانستان کې د خصوصي سکټور له جوړېدو سره سم څه باندې ۴۰ زره کارګران بې کاره شول او ۹۶ لويې تصدۍ، چې د اقتصادي چارو د یو شمېر کارپوهانو په وینا د خلکو او دولت اقتصادي ملاتړې وې، خصوصي شوې.

د اقتصادي چارو د یو شمېر کارپوهانو په باور په افغانستان کې د دولتي تصدیو خصوصي کېدل په یوه ډول سیاسي څېره ځانته غوره کړې، چې د دوي په وینا بهرني سلاکاران له ګاونډېو هېوادونو څخه پیسې ترلاسه کوي، تر څو افغانستان د تولید له پلوه وروسته پاتې شي او یا هم دولتي تصدۍ خصوصي شي.

خو افغان حکومت څو ځلې په دې ټینګار کړی چې ازاد بازار د افغانستان لپاره ګټه لري اوله دې سره د دې هېواد اقتصاد کولای شي چې ډیره وده اوپراختیا وکړي.

راپور- ماریا صدیقي، کابل
XS
SM
MD
LG