په دي اسنادو کې د افغانستان حکومت ته د ایران د مالي مرستو او په خاص ډول په ولسي جرګې کې د تهران د نفوذ په اړه مهم او جدي معلومات هم په ډاګه شوی دي. جان اقا الکوزي د مسلې په اړه د ګاردین ورځپاڼې او د ویکې لکس د خپرو شویو اسنادو په استناد یو راپور برابر کړی دی.
د امریکا د متحده ایالاتو په افشا شویو کیبلونو یا اسنادو کې په ډاګه شوې چې تهران په افغانستان کې په سیاست والو، مذهبي مشرانو، کارپوهانو او طالبانو کې د خپل نفوذ لپاره هلي ځلې کوي.
د جمهور رییس کرزي د دفتر رییس عمر داود زي ویلي چې ایران د افغانستان د وزارتونو مرستیالانو یا معینانو او د جمهوري ریاست د کارکوونکو معاشونه هم ورکړي دي.
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په یوه سند کې ویل شوي، ایران په افغانستان کې زیات شمېر مذهبې او سیاسي مشرانو او دیني عالمانو ته پیسي ورکوي او دغه راز طالب جنګیالي هم روزي. تهران حتی د ولسي جرګي په وکیلانو کې د نفوذ پیدا کولو هلې ځلې هم کوي.
په دي اسنادو کې د تهران د هلو ځلو په اړه د کابل او واشنګټن د چارواکو تر منځ د مکالمو او خبرو جزییات هم په ډاګه شوي دي.
ګاردین ورځپاڼه لیکې: د جمهور رییس حامد کرزي د دفتر رییس ومنله چې د تهران د نغدو پیسو مرستې یې تر لاسه کړي او په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال فرانسس ریکیاردون ته یي ویلي، د افغانستان د حکومت د کابینې د وزیرانو پشمول، د دولت زیات شمېر کارکوونکې د تهران د معاشونو په لیست کې دي.
ګارډین لیکې: عمر داودزي ښاغلي ریکیاردون ته دا هم ویلي، حکومت یې غوره ګڼې چې د ایران د نغدو او غیر منظمو مرستو پر ځاي، د امریکا د متحده ایالاتو دوام دارې نغدي مرستې تر لاسه کړي.
داودزي ویلی، یو شمېرافغانان په ایران کې روزل شوي چې د طالبانو پر ضد وجنګیږي او په زرونو افغان مذهبي مشران له ایران څخه معاشونه اخلي.
دده په وینا، داټولې چارې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامینیي د یوه دفتر له خوا تنظیمیږي.
ګاردین لیکې: له امریکایي ډيپلومات سره د عمر داودزي دا ډول خبرې او د تهران په اړه نور افشا شوي اسناد ښیې چې کابل له خپل ګاونډې هیواد ایران سره څومره خیرن او ناوړه اړیکې لري، پدي معنی چې تهران له یوې خوا له افغانستان سره مالي مرستې کوي او له بلي خوا د ملي شوری غړیو ته رشوتونه ورکوي او دغه راز وسله والو ته وسلې هم برابروي.
په افشا شویو اسنادو کې ښودل شوي، د ۲۰۰۷ کال په وروستو کې د امریکا د متحده ایالاتود دفاع وزارت مرستیال ایریک ایډلمن جمهور رییس کرزي ته ویلي و چې په افغانستان کې د ایران لاس وهنې وژونکې دي.
دا خبرداری هغه مهال ورکړ شو چې په ایران کې د افغان جنګیالیو د روزني د کمپونو راپورونه خپاره شول او دا هم ویل شوي وو چې تهران، افغان وسله والو ته ځمکې نه هوا ته توغندي ورکړي چې د ناټو جنګي الوتکې ورباندي ویشتلی شي.
په خپرو شویو اسنادو کې ویل شوي، جمهور رییس کرزی په افغانستان کې د ایران په لاس وهنو خبر و او پدي باور و چې تهران نه غواړی افغانستان امن شي او هڅي کوي چې د افغانستان له لاري له مرکزی اسیا څخه د تیلو او غاز د پایپ لاین پر ځاي، له خپلي خاوري څخه هند او پاکستان ته د طبیعي غاز پایپ لاین تېر کړي .
د ویکې لیکس په افشا شویو اسنادو کې ښودل شوې، په ۲۰۰۹ کال کې ایرانیو چارواکو په منظم ډول، د ولسي جرګې غړي هڅول چې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو پرضد دریځ غوره کړي او د ولسي جرګي په بحثونو کې د امریکا ضد مسلې را پورته کړي.
په اسنادو کې راغلي، د ولسي جرګي د منشي مرستیال میرویس یاسیني یوه امریکایي چارواکې ته ویلي، د ایران یواستخباراتي چارواکی په ده باندي فشار واردوي چې د پارلمان اجنډا بدله کړي او د ناټو له خواد ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مسله پکې داخله کړي او ددغه کار په بدل کې د ملاتړ وعدي ورسره کوي.
کله چی یاسیني د ایراني چارواکې غوښتنه رد کړه، د ولسي جرګي دوو نورو وکیلانو په یوه جلا بحث کې د ملکې خلکو د تلفاتو مسله راپورته کړه .
د ویکې لیکس په افشا شویو اسنادو کې ښودل شوي، ایران په افغانستان کې شیعه او هزاره مشرانو ته او هغو کسانو چې په ایران کې یي ژوند کړی، مالي مرستې ورکوي.
په اسنادو کې په ولسي جرګي کې د کابل د خلکو د وکیل سید حسین عالمی بلخي، د هرات د وکیل احمد علي جبریلي او د بامیانو د وکیل استاد محمد اکبري نومونه ذکر شوي چې د ایران زیاتي مالي مرستي تر لاسه کوي.
په ډاګه شويو اسنادو کې دغه راز ویل شوي، په کابل کې د ایران سفارت، د شمال د متحدې جبهی له غړیو او دغه راز په ولسي جرګي کی د هرات او نورو لویدیځو ولایتونو له وکیلانو سره ژور اړیکې ټینګې کړې دي.
ګاردین لیکې: د افغانستان حکومت د امریکا د حکومت د فشارونو او غوښتونو سره سره، د تهران ددي ډول ښکاره لاس وهنو او پارونو په وړاندي چپه خوله و.
په افشاشویو اسنادو کې راغلي، د ۲۰۰۷ کال اګست میاشت کې د افغانستان د وخت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپانتا په آسیایي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارد بووچر ته ویلي و، افغان حکومت غواړي خپل پام اصلي ګواښ یعني پاکستان ته چې د وسله والو ملاتړ کوي، واړوي او افغانان له ایران سره د دښمنۍ تاوان ته چمتو نه دي.
ډاکټر سپنتا امریکا او انګلستان ته ویلي، افغان حکومت پوهیږي چی ایران په افغانستان کې مداخلې کوي خو دا به زمونو په ګټه وي چې له احتیاط نه کار واخلوترڅو د افغانستان د پولو په اوږدو کې د جګړې د دويمې جبهې د پرانستلو مخه ونیوله شي.
د ویکې لیکس په اسنادو کې ښودل شوي چې ډا کتر سپنتا په نورو ځایونو کی امریکایانو ته ویلي، ایران هم د پاکستان په څېرخطرناک دی. سپنتا د ایران له جمهور رییس محمود احمدي نژاد سره په کتنې کې هم په افغانستان کې د تهران د لاس وهنو مسله یاده کړې ده.
ډاکتر سپنتا د ایران د بهرنیو چارو له وزیرسره هم دا مسله مطرح کړي خو هغه ورته په ځواب کی ویلي، دی په افغانستان کی د وسله والو ملاتړ نه کوي بلکې یوازې په دې هیواد کې د سیاسي ګوندونو ملاتړ کوي.
د ویکې لیکس په افشا شویو اسنادو کې دا هم په ډاګه شوي چې د ولسي جرګي د منشی مرستیال غلام حسن ګران په وار وار شکایت کړی چې د ولسی جرګي په تخنیکې شعبو کې ځیني ایراني ایجنټان موجود دي او د ایران سفارت ته د ولسی جرګي اسناد او برقي مکالمي استوي.
ګران او ځینو نورو وکیلانو پریکړه وکړه چې د پارلمان له ایملونو څخه کار وانخلي.
د خپرو شویو اسنادو په یوې برخې کې ویل شوي، ایران د افغانستان په پارلمان کې په ډېر کم دخالت او نفوذ سره وکړي شول چې د څلورو کلونو په مودې کې د افغانستان ځوانه ملی شوري په یوه غیر موثر ارګان بدل کړي او ولسي جرګې دا امکان پیدا نکړ چې په ډېرو حساسو او حیاتی مسلو بحث وکړي.