د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۱

په کابل کې د اوبو د پراختیا او مدیریت دویمه غونډه جوړه شوه


د کنفرانس عمده موضوعګانې په هیواد کې د سیندونو کنټرول، د بندونو جوړول او د برېښنا د تولید مسالې وې.
د کنفرانس عمده موضوعګانې په هیواد کې د سیندونو کنټرول، د بندونو جوړول او د برېښنا د تولید مسالې وې.

په افغانستان کې د کرنې او څښاک لپاره د اوبو د نشتوالي ستونزه، د سې شنبې په ورځ، په یوې خبري ناسته کې مطرح او د حل پر لارو چارو یې خبری وشوې.داوبو اوبرښنا دوزار ت چارواکو وویل، که په دې برخه کې نړیواله ټولنه خپلې ژمنې پوره نه کړي.

په افغانستان کې د اوبو لپاره د یوه منظم سیسټم په جوړولو، د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له خوا بحثونه وشول.

په دې مناسبت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د اوبو د څارنې او پراختیا په نوم دوهم ملي کنفرانس جوړ شوی و، چې د جمهور ریيس دوهم مرستیال، د اوبو او برېښنا د وزارت چارواکو، د کابینې څو تنو غړو او د ځینو مرستندویو هېوادونو استازیو په کې ګډون کړی و.

د کنفرانس عمده موضوعګانې په هیواد کې د سیندونو کنټرول، د بندونو جوړول او د برېښنا د تولید مسالې وې.

د اوبو اوبرېښنا د وزارت مرستیال شجاع الدین ضیایي وویل، که په هیواد کې د اوبورسولو پروژې پلي نه شي، هیواد به د اوبو د کمښت له لویې ستونزې سره مخ کړي.

ضیایي په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې شویو ژمنو او په کې ځنډ او خنډ ته داسې اشاره وکړه:

"اوس د دې وخت رارسیدلی، چې د لوی خدای په مرسته او د نړیوالو دوستانو په همکاري، د دې پروژو د پلي کېدوته پل واخلو، دې پروژو ته یوولس میلیارده ډالره په پام کې نیول شوي او که ورکړې ته یې اقدام ونه شي، نو بیا به ناوخته وي."

ضیایي وویل، په هېواد کې شاوخوا اوه میلیونه هکتاره ځمکه د کرنې وړ ده خو نن سبا په کې یوازې یومیلیون او اته لکه هکتاره ځمکه کرل کېږي.

د دې ترڅنګ د هېواد درویشت فیصدو اوسیدونکو ته دڅښاک پاکې اوبه رسیږي.

ده داهم وویل، چې په هېواد کې د درویشت زرو میګاواټو برېښنا د تولید امکانات شته خو دم ګړۍ له دوه سوه پنځوس میګاواټه برېښنا څخه ګټه اخیستل کېږي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جنرال ایکنبیري وویل، چې امریکا به د هېواد په جنوب کې د اوبو د وړو بندونو په جوړولو او رغولو کې کړې ژمنی پوره کړي، چې د کجکې د برېښنا د بند جوړول هم په کې شامل دی. ایکن بیري وویل:

"د اوبو او د اوبو د منابعو په هکله د امریکا د متحدو ایالاتو نظر، د افغان حکومت نظر ته ورته دی او هدف مو دا دی، چې افغان همکارانو سره یوځای په دې برخه کې کار وکړو."

د ابواوبرښنا سرپرست وزیر محمد اسماعیل، د کرنې وزیر اصف رحیمي او د ښاري پراختیا سرپرست وزیر سلطان محمد حصاري هم په دې برخه کې اندیښنې څرګندې او نړیوالې ټولنې ته یې یولړ پیشنهادونه وړاندې کړل.

کارپوهان وایي، دولت او نړیوالې ټولنې ته په کار ده، چې په هېواد کې د لویو سیندونو اوبه کنترول او داسې یې تنظیم کړي، چې د هېواد د لیرې پرتو سیمو پراخې سپیرې دښتې ورلاندې شي.
XS
SM
MD
LG