د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

په پکتیا کې په ۲۴ تنو نرس قابله ګانو بریلیکونه وویشل شول


ډاکټره نازدانه وايي، پخوا په ټوله پكتيا كې يوازې يوه قابله وه، خو اوس د قابله ګانو د كموالي ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
ډاکټره نازدانه وايي، پخوا په ټوله پكتيا كې يوازې يوه قابله وه، خو اوس د قابله ګانو د كموالي ستونزه تر ډېره حل شوې ده.

د نومبر په دېرشمه نېټه د پكتيا په مركز ګردېز كې ۲۴ تنو نرس قابله ګانو ته چې د قابله ګۍ د طبي زده كړو اتلس مياشتنۍ دوره يې پاى ته ورسوله، بري ليكونه وركړل شول.

د قابله ګۍ د دې څلورم پړاو له ښوونيزې دورې څخه فارغې شوې نجونې په دې خوښې دي، چې اوس په دې توانېدلې دي چې د په خپلو ولسواليو او سيمو كې د میندو او ماشومانو بېړنۍ روغتيايي ستونځې هوارې كړي.

له دې كورس څخه يوې تنې فارغې قابلې وږمې ازادي راډيو ته خپل احساسات داسې په ډاګه كړل:

"زه ډېره خوشاله يم، ډېره خوښه يم چې په پكتيا كې قابله ګانې فارغېږي، پكتيا ولايت يو وروسته پاتې ولايت و، مګر اوس زه د خوشالۍ احساس كوم، زه به خپل ټول ژوند د خپلو ناروغانو په خدمت كې تېر كړم."

د پكتيا ولايت د روغتيا چارواكي وايي، چې دغه نرس قابله ګانو څلورمه دوره ده چې فارغېږي او په وينا يې له دې وړاندې هم په دريو دورو كې ۷۲ تنه قابلې فارغې شوې وې، چې د دې وروستۍ دورې په فارغېدو سره يې شمېر نږدې سلو ته رسېږي.

د دې رياست ریيس ډاكټر محمد نادر نوري وايي، د دې قابله ګانو په فراغت سره به پكتيا په لرې پرتو ولسواليو كې د زېږون پر مهال د ميندو او نويو پيدا كېدونكو ماشومانو د مړينې كچه راټيټه شي.

نوموړي وويل، په پكتيا كې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې كچه د تېر كال پر تله ۴۰ فيصده راښكته شوې ده.

"د اوياو په شا او خوا كې قابله ګانې په ټولو ولسواليو كې په دندو بوختې دي، د صحت عامې د پاليسې پر اساس د دې څلورمې دورې قابله ګانې نجونې ټولې له ولسواليو څخه دي، راتلونكى پروګرام شپږ مياشتنى دى، كوښښ كوم چې د نجونو د جذب او تعلمي سطحه لوړه شي."

ډاكټر نوري دا هم وويل، چې په دې دوره كې د پكتيا ولايت د ناامنه ولسواليو زرمت، وزي ځدراڼ، ښواك او ګردې څېړۍ نجونو برخه نه درلوده او د دې ولسواليوو له خلكو يې وغوښتل چې له دې وروسته دې دوى هم خپلې لوڼې د قابله ګۍ دې ښوونيزې دورې ته وركړي.

د روغتيا رياست د چارواكو په خبره دغه قابله ګانې به د پكتيا ولايت د بېلابېلو سيمو په روغتيا مركزونو كې په عملي ډول خپل كار پيلوي، چې په دې سيمه كې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې كچه نوره هم راټيټه كړي.

د ياد رياست مرستياله ډاكټره نازدانه پكتياوال ازادي راډيو ته وويل، چې پخوا په ټوله پكتيا كې يوازې يوه قابله وه، خو اوس د قابله ګانو د كموالي ستونزه تر ډېره حل شوې ده.

د روغتيا رياست د كاركوونكو په وينا دا مهال د ټولې پكتيا په كچه په ۳۵ روغتيايي مرګزونو كې يوازې لس ښځينه اېم. ډي. ډاكټرانې په كار بوختې دي چې د ښځينه ډاكټرانو د كموالي دغه ستونځه يې د قابله ګانو په مرسته لږ او ډېره حل كړې ده.
XS
SM
MD
LG