د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

پټرسون: دپاکستان حکومت هڅه کوي د یورانیمو د کمولو له موافقې ځان وباسي


په اسلام اباد کې د امریکا د سفیرې اندیښنه د هغو غني شویو یورانیمو له بابته وه، چې کلونه وړاندې غني شوي او د پاکستان اټومي تاسیساتو کې زیرمه شوي وو.
په اسلام اباد کې د امریکا د سفیرې اندیښنه د هغو غني شویو یورانیمو له بابته وه، چې کلونه وړاندې غني شوي او د پاکستان اټومي تاسیساتو کې زیرمه شوي وو.
د امریکا ولسمر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې په واشنګټن کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې د پاکستان اټومي وسلې به د سخت دریځو لاس ته ونه لویږي.

خو د هغه له دې څرګندونو یوه میاشت نه وه تیره شوې، چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیرې واشنګټن ته یو پټ پیغام واستاوه او ویې وویل، چې دا د پاکستان د اټومي وسلو د خوندي توب په اړه ډیره اندیښنه لري.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفیرې اندیښنه د هغو غني شویو یورانیمو له بابته وه، چې کلونه وړاندې غني شوي او د پاکستان اټومي تاسیساتو کې زیرمه شوي وو.

دا دومره غني شوی یوارنیم دي چې د څو ډله ییزې وژنې بمونو جوړولو لپاره کافي ده او که د ماهرینو لاس ته پریوزي نو کولای شي ورڅخه اټوم بم جوړ کړي.

په هغه پیغام کې، چې د امریکا سفیرې ان پټرسون د ۲۰۰۹ کال د مې په ۲۷ واشنګټن ته لیږلي، ویل شوي چې د پاکستان حکومت هڅه کوي له هغې موافقې ځان وباسي، چې دوه کاله مخکې یې د غني شویو یوارنیمو د لیرې کولو لپاره له امریکا سره لاسلیک کړې وه.

پټرسون لوړ رتبه امریکایي چارواکو ته لیکلي، چې د پاکستان حکومت دې نتیجې ته رسیدلی، چې د پاکستان د اټومي وسلو حساسیت ته په پام سره چې نړیوالې او کورنۍ رسنۍ دغه مساله له نژدې څاري.

په اوس وخت کې نه شي کېدای چې امریکا د دغو یورانیمو د لیږدولو لپاره اقدام وکړي ځکه د هغې په وینا یوه لوړرتبه پاکستاني چارواکي ورته خبرداری ورکړی، چې که دا خبره افشا شي چې متحده ایالات د پاکستان د غني شویو یورانیمو په لیرې کولو کې مرسته کوي.

دا به د پاکستان په خبري رسنیو کې یوه غوغا راپورته کړي او له هغې به داسې نتیجه واخیستلای شي، چې ګواکې د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان پراټومي وسلو کنټرول ټینګ کړی دی.

د ویکې لیکس انترنت پاڼې له خوا په خپروشویو د امریکا په ډیپلوماټيکو پټو اسنادو کې دغه راز د پاکستان پرحکومت شدید انتقاد شوی، چې د سخت دریځو په وړاندې جګړه کې پوره همکاري نه کوي.

په دې اسنادو کې امریکایي چارواکو د پاکستان حکومت کمزوری بللی او ویل شوي، چې د دې هیواد ولسمشر اصف علی زرداري د امریکا د ولسمشر مرسیال جوبایډن ته ویلي، چې دی له دې ډیره ویره لري، چې پوځ یې ښایي له واکه لیرې کړي.
XS
SM
MD
LG